د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د «مظاهرو ملاتړو دولتي ‌تلویزون هک» کړی


د ایران د صدا و سیما تلویزیون هک کیدل
د ایران د صدا و سیما تلویزیون هک کیدل

هغوو هکرانو چې، ځانونه په ایران کې د ښځو د پیل شویو مظاهرو ملاتړي ګڼي، د ایران د دولتي‌ تلویزون په خپرونو انټرنټي برید کړی او هک کړی یې دي.

په تلویزون کې د ایران د مذهبي مشر ایت علي‌ خامنه تصویر ښودل کېږي چې اور پرې بل دی او مخ یې په نښه وېشتونکي‌ ټوپک په نښه شوی دی.

په دغه تصویر کې چې په هک شوي تلویزون کې د څو شېبو لپاره خپور شوی، دا هم ورسره لیکل شوي: «ستا له لاسونو څخه زموږ د ځوانانو وینې څاڅي.» د فرانسې خبري‌اژانس وايي‌ د ایران په دولتي‌ تلویزون باندې انټرنټي برید د شنبې په ماښام شوی.

دا انټرني بریدګر ځانونه د «عدالت علي» په نامه د ډلې پلویان بولي او له نورو خلکو څخه یې هم غوښتي چې «له موږ سره یو ځای شئ او پاڅېږئ». په تلویزون کې همدغه راز د مهسا امیني او دریو نورو هغو نجونو تصویرونه خپاره شوي چې د مظاهرو د ځپلو په مهال وژل شوې دي.

په ایران کې له څو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي، د ښځو دا مظاهرې د ایران د «اخلاقي پولیسو» په توقیف کې د یوې ایرانۍ مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوې دي.

مظاهره کوونکو په نورو اقداماتو کې په لویو لارو کې په ځينو ځړول شویو حکومتي‌ لوحو باندې هم د حکومت ضد شعارونه لیکلي‌ دي.

د فرانسې خبري اژانس تائید کړې ده چې د تهران د مدارس په لویې لارې باندې په یوې لوحې باندې لیکل شوي: «موږ له هیچا نه ډارېږو. موږ به جنګېږو.» د دې ترڅنګ په ځينو سیمو کې په دیوالونو باندې د حکومت د غندلو لپاره د وینو رنګ پاشل شوی.

ویل کېږي‌ چې په تهران کې په ځینو سیمو کې د اوبو د فوارو رنګونه هم د مظاهرو په ننګ بدل شوي خو د دغه ښاروالۍ د پارکونو مشر علي ‌محمد مختاري دا خبره رد کړې ده.

په یو بل تصویر کې ښودل کې، چې یو کس د رنګ د سپرۍ قطۍ یې په لاس کې ده، د حکومت د یوې ځړول شوې لوحې توري بدلوي. په لوحې باندې لیکل شوي‌ وو چې «پولیس د خلکو خدمتګاران دي» خو ده دا جمله داسې بدله کړه: «پولیس د خلکو قاتلان دي».

ایران بهرني ځواکونه ددغو مظاهرو په ننګ تورنوي. په همدې حال کې متحدو ایالتونو، اروپايي ټولنې او ځینو نورو حکومتونو په ایران باندې تازه بندیزونه لګولي دي.

ویل کېږي چې د ایران حکومت دا مهال د خپلو خلکو د بدو مظاهرو سره مخامخ دی. په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار ډله وايي‌ چې تر دې دمه په دغه تاوتریخوالي کې ۹۵ تنه وژل شوي‌ دي.

همدغه راز د دغه هېواد د سیستان-بلوچستان په ایالت کې په یوې بلې مظاهرې کې، چې د پولیسو د یو مشر له لوري په یوې ماشومې د جنسي تېري له ادعا وروسته وشوه، وژل شوي دي.

د ایران دولتي‌ اژانس ارنا وايي چې په مظاهرو کې د شنبې په ورځ د دغه هیواد د انقلابي ګارد یو غړی او همدغه راز د بسیج ګارد یو غړی وژل شوي‌. په دې سره په روانو مظاهرو کې د ایران د مړه شویو امنیتي ځواکونو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

XS
SM
MD
LG