د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې د مظاهرو څلورمه اوونۍ، د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ نښتې شوي


په داسې حال کې چې په ایران کې د مهسا امنیتي د مړیني په غبرګون کې د خلکو پیل شوي مظاهرې څلورمې اوونۍ ته غځیدلي، نن شنبه اکتوبر ۸ (تلې ۱۶) د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

د کردستان د بشري حقونو د څار ډلو ویلي چې یو شمیر نجونو نن شنبې د ایران د کردستان په ولایت کې د مهسا امیني په ټاټوبی کې مظاهرې کړي او د "میرمنو، ژوند او آزادي" شعارونه یې ورکړي دي.

دغه مظاهرې په داسې حال کې کیږي چې ایراني ځواکونو هم د مظاهره کوونکو په ځپلو لاس پورې کړی دی.

په ناروې کې میشت د کردستان د بشري حقونو بنسټ په وینا، د ایران په دغه ولایت او غربي آذربایجان ولایت کې "پراخ اعتصابونه" هم پیل شوي دي.

په یو لوی تصویر کې چې د تهران پر یوې لویه لار ځوړند شوی او د فرانسې خبري اژانس تائید کړی هم دی، لیکل شوي چې" موږ نور نه ویریږو. موږ به مبارزه وکړو."

بلخوا د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د شنبې په ورځ وویل چې په هغه هیواد کې شاګردان به "د دښمن د غلطو خوبو ریښتیا کیدو ته پری نښودل شي"

د سپټمبر په ۱۶ نیټه د پولیسو په قید کې د مهسا امنیتي تر مړینې وروسته په هغه هیواد کې په پیل شویو تاوتریخوالو کې په لس ګونه کسان وژل شوي چې اکثریت یې مظاهره کوونکی خو یو شمیر یې امنیتي ځواکونه هم دي.

د ایران جمهوري ریاست د رئیسي له قوله په یوې بیانیه کې ویلي:" دښمن فکر کاوه چې کولی شي خپل اهداف زموږ په پوهنتونونو کې ترلاسه کړي، خو له دې ناخبره دي چې زموږ محصلین او ښوونکي بیداره دي او دښمن ته به اجزاه ورنکړي چې د هغوی غلې خوبونه په حقیقت بدل شي."

د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي دغه څرګندونې د تهران په الزهرا په پوهنتون کې د نوې تعلیمي کال د پرانیستلو پرمهال وکړي.

نوموړي وویل چې محصلین به هم د علم او پوهې او هم په نورو برخو کې دښمن ته ماته ورکړي.

XS
SM
MD
LG