د لاس رسي وړ اتصالات

سوریایي یاغیان د امریکا د ملاتړ له کمیدو ویره لري


د سورېې یاغیان ویره لري کله چې د راتلونکې کال په جنوري میاشت کې ډونالد ترمپ د امریکا د جمهور رئیس په توگه لوړه وکړي نو دوی به ښایي د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړي.

په منځني ختیځ کې سیال ځواکونه هڅه کوي چې د سیمې لپاره د ټرمپ د انتخاباتي بریا اغیزې پدې خلاصه کړي چې په سوریې، عراق، یمن او لیبیا کې به روانې شخړې په خپل حال پاتې شي.

روسي او سوریایي جټ الوتکو د حلب په ختیځ کې د یاغیانو مرکزونه بمبارد کړل. مسکو د همدې اونۍ په پیل کې خبر ورکړ چې د یاغیانو پرضد لوی عملیات پیل کړي او جنګي الوتکو يي د مدیترانې له سمندرګي نه ورباندې بریدونه وکړل.

د روسیې د فاع وزیر سرگي شوایگو وایي د روسیې د سمندري ځواک په تاریخ کې د اول ځل لپاره دی چې جنګي الوتکو وړونکې بیړیو په محاربوي عملیاتو کې برخه اخستې ده.

متحده ایالات، روسیه او د سوریې د حکومت متحدین د ملکي خلکو په ډله ایزه وژنه تورنوي، خو منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په مهال په دې اړه خپل دریځ کې نرمښت څرګند کړې و.

د چاتم هاوض یوه څیړونکي جین کیننمونت وایي "ټرمپ په روسیې باندې د ولادمیر پوتین په مشرۍ پوره مثبت نظر درلود او په سوریه کې یي د روسیه نقش ته د داعش پرضد د یو ځواک په سترګه کتل."

اوس دا خبره په سیمه کې دا ویره خپره کړه چې د ټرمپ حکومت کیدی شي د سني یاغیانو د ملاتړه لاس واخلي او دا کار به د سوریې حکومت او په ایران کې د هغوئ شیعه ملاتړو ته د یو لوی امتیاز د ورکولو سبب شي.

د ټرمپ د بهرني سیاست په اړه لا تراوسه ډیرې وړاندوینې نشته، په ځانګړي ډول اوس چې هغه د کابینې په تعیناتو باندې غور کوي، خو اکثره څیړونکي پدې همنظره دي چې کیدی شي د بارک اوباما په پرتلې لوی بدلون ولیدل شي.

میرمن کننمونت وایي ټرمپ له کلونو راهیسې داسی څرګنده کړې چې د قوي رهبرۍ حکومت ته درناوی لري، فرق نلري که دا د چین حکومت وي یا د روسیې. هغه په منځني ختیځ کې دیکتاتوران لږ تر لږه د تروریزم ضد یو ډول قوت ګڼلو.

د یمن نه تر لیبیا پورې د روانې جګړې په پام کې نیولو سره، منځني ختیځ به د امریکا په بهرني سیاست کې د دونالد ټرمپ د ستراتیژیکو ژمنو لمړنۍ نښه څرګنده کړي.

XS
SM
MD
LG