د لاس رسي وړ اتصالات

ایران وایي په یوې نظامي اډې د ډرون الوتکو برید یې شنډ کړی


آرشیف
آرشیف

په ایران کې مطبوعاتو ویلي چې د دې هیواد د اصفهان په مرکزي ښار کې د بې پیلوټه الوتکو د "ناکام" برید له کبله غټه چاودنه شوې.

د ارنا دولتي خبري اژانس د دې هیواد د دفاع وزارت په حوالې لیکلي چې د ډرون یوه الوتکه د هوایي سیستم لخوا تر کشف کیدو وروسته وویشتل شوه او له منځه ولاړه او دوه نورې هم د دفاع په لومې کې ونښتې او وچول شوې.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې او یوازې د ورکشاپ بام ته لږ څه زیان رسیدلی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.

مطبوعاتو همدرانګه د برید یوه ویډیو خپره کړې چې د فابریکې څخه لوږي پورته کیږي او داسې ګمان کیږي چې د مهماتو جوړولو فابریکه به وي. په ویډیو کې د لوړ غږ چاودنې راپور ورکړل شوی او د اضطراري چارو موټر هم لیدل پکې لیدل کیږي چې د فابریکې څخه بهر ولاړ دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې تاسیساتو ته زیان ندی رسیدلی او نه هم د فابریکې کار اغیزمن شوی.

په اعلامیې کې راغلي، "دا ډول ړانده اقدامات به زمونږ د هیواد د پرمختګ په دوام اغیز ونکړي".

تر اوسه هیڅ کومې ډلې یا هیواد د دې برید د کولو ادعا نده کړې او ایران یې هم پړه په چا نده اچولې خو ایران تیر کال د جولای په میاشت کې د کردي جنګیالیو یوه ډله نیولې وه او ویلي یې و چې د اسرائیل لپاره یې کار کاوه او پلان یې جوړ کړی و چې په اصفهان کې حساسي دفاعي فابریکې والوزوي.

په ایران کې دا برید داسې مهال کیږي چې د اتومي پروګرام پر سر یې د اسرائیل سره جنجال ډیر شوی. اسرائیل وایي چې ایران اتومي وسلې جوړوي خو ایران دا تورونه رد کړي او تل یې ویلي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

دا لومړی ځل ندی چې د ایران په اتومي بټیو یا دفاعي فابریکو برید کیږي بلکې پدې تیرو څو کالونو کې څو ځله دا ډول پیښې شوي.

اسرائیل د پخوا راهیسې ګواښ کړی که د ایران د اتومي موافقې د بيرته ژوندۍ کولو لپاره د واشنګټن او تهران خبرې ناکامه شوې، د ایران پر ضد به نظامي اقدام وکړي.

اسرائیل په ۲۰۱۵ کال کې هم چې د امریکا په ګډون د نړۍ ځواکمنو هیوادونو د ایران سره اتومي تړون لاسلیک کاوه، مخالفت کړی و او اوس هم د دې تړون د بیا ژوندي کیدو د هلو ځلو مخالفت کوي.

اسرائیل اندیښنه لري چې د ایران اتومي تړون د اتومي وسلو د تر لاسه کولو لپاره د تهران د هلو ځلو مخه نه نیسي.

ایران او د نړۍ قدرتونو په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یو قرار داد لاسلیک کړ چې په هغه کې د ایران د اټومي فعالیتونو د کمیدو په بدل کې د نړیوالو بندیزونو د کمیدو ژمنه شوې وه. خو د متحدو ایالتونو پخواني‌ ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا له دې قرار داد څخه وایستله او پر نوموړي هیواد یې سخت بندیزونه ولګول.

د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن په واکمنۍ کې ددغه قرار داد د ترلاسه کیدو لپاره زیاتې شوې ځکه هغه یې د رغیدو پلوی دی.

پدې موافقې کې ایران ته اجازه ورکړل شوې چې یوازې تر ۳.۶۷ فیصدو پورې یورانیم غني کړي خو وروسته تر هغه چې د متحده ایالاتو پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیزه توګه د دې موافقې څخه امریکا وایستله، ویل کیږي چې ایران د یورانیم د غني کولو کچه آن تر ۶۰ فیصدو پورې پورته کړې.

که یورانیم تر ۹۰ فیصدو پورې غني شي، د اتومي وسلو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کیږي.

XS
SM
MD
LG