د لاس رسي وړ اتصالات

ایران له عربستان سره د اړیکو احیا کولو ته هیله ښودلې


د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د جمعې په ورځ جنورۍ ۱۳ (مرغومي ۲۳) هیله څرګنده کړه چې د سیمې د سختو سیالانو تهران او ریاض ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې د خبرو له لارې بیا پیل شي.

سعودي عربستان د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې وروسته له هغې له ایران سره ډیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ او په مشهد کې ددې هیواد پر یوه بله قونسلګرۍ اعتراض کوونکو بریدونه وکړل.

د سعودي عربستان پر ډیپلوماټیکو دفترونو باندې بریدونه وروسته له هغه وشول چې ریاض په ۲۰۱۶ کال کې یو مشهور شیعه عالم شیخ نمر باقر النمر اعدام کړ.

امیر عبداللهیان لبنان ته د خپل سفر په ترڅ کښې هیله څرګنده کړه چې په تهران او ریاض کې دپلوماتیک ماموریتونه یا سفارتونه د خبرو اترو په چوکاټ کې بیا پرانستل شي او د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرې اترې دوام ومومي.

هغه همداشان په تیره میاشت کې د ترکیې او د ایران د متحد سوریې د دفاع وزیرانو د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د احتمالي جوړجاړي هرکلی وکړ.

ایران او سعودي عربستان په سیمه کې په مختلفو شخړو کې د مخالفو ډلو ملاتړ کوي چې د ۲۰۱۱ کال راهیسې د سوریې روانه جګړه په کې شامله ده.

د ۲۰۲۱ کال په اپریل میاشت کې عراق د سعودي عربستان او ایران د چارواکو تر منځ د یو لړ غونډو کوربه و، خو دا خبرې اترې د ۲۰۲۲ کال له اپریل راهیسې وځنډیدې او تر اوسه یې کومه غونډه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې.

ایران په لبنان او عراق کې سیاسي نفوذ لري ځکه په دغو دوو هیوادونو کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د سوریې دولت پلوه ورځپاڼې «الوطن» راپور ورکړی چې ټاکل شوې امیر عبداللهیان د جنورۍ په ۱۴ مه د شنبې په ورځ پداسې حال کې د سوریې پلازمینې دمشق ته ځي چې د روسیې او ترکیې ترمنځ اړیکې د ښه کیدو په حال کې دي.

امیر عبداللهیان د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمینه بیروت کې وویل: "موږ د سوریې او ترکیې ترمنځ د خبرو اترو څخه خوښ یو."

انقره له اوږدې مودې راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ضد یاغیانو ملاتړ کوي، خو له یوې لسیزې جګړې وروسته چې د سوریې حکومت د ایران او روسیې په ملاتړ د دغه هېواد ځینې سیمې ونیولې، د دمشق او انقرې ترمنځ اړیکې یو ځل بیا ګرمې شوې دي.

د ترکیې او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو له ۲۰۱۱ کال وروسته د لومړي ځل لپاره د ۲۰۲۲ کال د دسمبر په پای کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې خبرې اترې پیل کړې.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد د پنجشنبې په ورځ وویل چې د مسکو په منځګړیتوب د ترکیې او سوریې د نږدې کولو هڅې باید د انقرې له خوا د سوریې د ځینو برخو د «اشغال پای ته رسولو» لامل شي.

په دې ترڅ کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې په مسکو کې د ترکیې او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته تمه ده چې د درې واړو هېوادونو ډیپلوماتان هم سره وویني.

XS
SM
MD
LG