د ایران رژیم د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره پر اسرائیل او متحده عربي اماراتو د توغندیو او ډرون بریدونو ته دوام ورکړ. په دې بریدونو کې یو توغندی چې پر اسرائیل ولګېد، نهه ملکي وګړي پکې ووژل شول، چې تر دې دمه د سیمې د روانې شخړې تر ټولو مرګونی ایراني برید بلل کېږي.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د ایران له خوا یو توغندی د اسرائیل د مرکزي ښار بیت شمش په یو پناه ځای ولګېد. لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول او څه باندې شل تنه نور ټپیان شول، د توغندي د لګیدو له امله دغه پناه ځای او څو نږدې کورونه ویجاړ شول.
تر دې وړاندې، د شنبې په ورځ ناوخته، د ایران له خوا یو توغندی د اسرائیل په مالي مرکز تلابیب کې د یوې استوګنې په ودانۍ ولګېد او یوه ښځه یې ووژله.
دا د ایران د رژیم له لوري پر یهودي دولت د سلګونو توغندیو د توغولو له پیل راهیسې د اسرائیل لومړنی تلفات وو چې د متحدو ایالتونو او اسرائیل د ګډو عملیاتو له پیل سره سم د شنبې سهار پیل شوي وو.
د ایران رژیم له شنبې راهیسې پر متحده عربي اماراتو هم سلګونه توغندي او ډرونونه توغولي دي. متحده عربي امارات د متحدو ایالتونو د یوې پوځي اډې کوربه دی او د اسرائیل متحد بلل کېږي.
د اماراتو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې، وویل چې تهران پر اماراتو ۵۴۱ بېپیلوټه الوتکې توغولې دي، چې له دې ډلې ۵۰۶ یې شنډې او ویجاړې شوې دي.
دې وزارت زیاته کړې چې ۳۵ نور په هیواد کې دننه لګیدلي چې مالي زیانونه یې اړولي دي.
د اماراتو د دفاع وزارت وویل چې د دغو ډرونونو د بریدونو له امله درې کسان وژل شوي، چې د پاکستان، نیپال او بنګلهدېش وګړي وو.
همدارنګه، ۵۸ نور کسان برسېرن ټپیان شوي، چې د اماراتو، مصر، اېتوپیا، فیلیپین، پاکستان، ایران، هند، بنګلهدېش، سریلانکا، اذربایجان، یمن، یوګانډا، اریتریا، لبنان او افغانستان وګړي پکې شامل دي.
سربېره پر دې، په بیان کې راغلي چې تهران له شنبې ورځې راهیسې پر اماراتو ۱۶۵ بالستیک توغندي توغولي دي چې ۱۵۲ یې شنډ شوي او ۱۳ نور سمندر ته لوېدلي دي.
همدارنګه ویل شوي چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د شنډولو پر مهال چرې او ټوټې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لوېدلې چې له امله یې ملکي شتمنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
فورم \ دبحث خونه