د لاس رسي وړ اتصالات

ایران باید د عادي چلند او د خپلې اقتصادي بربادۍ ترمنځ یو انتخاب کړي – امریکا


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ایران سره مذاکرې ته تیار دی، خو تهران باید د یو عادي هیواد په څیر د چلند کولو او د خپل اقتصاد د له منځه تللو ترمنځ یوه لار انتخاب کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورگان اورتگاس، وویل چې د امریکا متحده ایالات هیڅ یو هیواد ته اجازه نه ورکوي چې په بندیزونو کې په شاملو مواردو د ایران سره معامله وکړي.

میرمن اورتگاس د دوشنبې په ورځ (جوزا ٢٠) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په مقر کې په یو خبري کنفرانس کې وویل: "ایران باید یا د یو عادي هیواد په توگه چلند وکړي یا د خپل اقتصاد د بربادۍ شاهد اوسي. د حل یواځنۍ لار د ایران سره یوې پراخې موافقې ته رسیدل او ١٢ شرطونو ته رسیدل دي چې مون ایښي دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ایران په اړوند د اروپایي هیوادونو د موقف په اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل "د اروپا له لورې ایران ته ځانگړې ورکړې که په بندیزونو کې د شاملو مواردو پورې مربوط نه وي، مشکل نلري. خو که دغه چلند د بندیزونو په بې اثره کولو بدل شي، مشکل ایجادوي او د منلو وړ ندی".

دا پداسې حال کې دي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس تیره ورځ ایران ته د سفر په ترڅ کې وویل اروپایي هیوادونه د ایران سره اټومي تړون ته ژمن دي خو د هغه په وینا هغوی نشي کولای چې ددغه تړون د ساتلو لپاره "معجزه" وکړي.

XS
SM
MD
LG