د لاس رسي وړ اتصالات

په لندن کې د ایران-انټرنیشنل تلویزیون خبریال په چړو وهل شوی


پوریا زراعتي، د ایران-انټرنیشنل خبریال
پوریا زراعتي، د ایران-انټرنیشنل خبریال

په بریتانیا کې میشت د خپلواکې رسنۍ ایران-انټرنیشنل تلویزیون په یو خبریال باندې په لندن کې د خپل کور بهر د چړو برید شوی دی.

د فرانس پرس اژانس د رپوټ له مخې دغه خبریال چې پوریا زراعتي نومیږي د ایران-انټزنیشنل تلویزیوني شبکې د ویاند ادم بیلي په وینا، روغتیایي حالت یې اوس "ډیر ښه" ګڼل شوی. د بریتانیا د تروریزم ضد پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

ادم بیلي، بي بي سي راډیو ته ویلي چې: "هغه په روغتون کې دی او له برید څخه په رغیدو دی." بیلي د جمعې په ورځ پر دغه خبریال باندې برید "یوه خورا ټکان ورکوونکې پیښه وبلله چې څرنګوالی به یې د تحقیقاتو پایلې په ډاګه کړي."

د لندن د میټروپولیټن پولیسو ویلي دي، چې د ترهګرۍ ضد څانګه یې په چړې د وهلو پیښه په بریتانیا کې د مخالفانو په وړاندې د ایران له خوا د دښمنیو ډکو پخوانیو ګواښونو ته په پام سره څیړي.

د میټروپولیټن پولیسو وویل چې انګیزه څرګنده نه ده او امنیتي مسؤلین "په پراخ فکر" دا مسله څیړي چې "[د پیښې] قرباني په بریتانیا کې میشت د فارسي ژبې رسنۍ په سازمان کې د خبریال په توګه دنده" لري.

پوریا زراعتي چې څه دپاسه دېرش کلن دی د لندن په جنوب لويديځ کې په ومبلډن کې د خپل کور بهر ماسپښين مهال په برید کې پر پښه ټپي شوی دی.

ایران-انټرنیشنل په ټولنیزو رسنیو کې د پیښې په اعلانولو سره، یادونه کړې چې دا پیښه پداسې حال کې رامنځته شوې چې تهران په ۲۰۲۲ کې ددې رسنۍ د تلویزیون د دوو نطاقانو د وژلو په دسیسه کې ښکیل و.

بیلي ویلي چې ددې شبکې خبریالان او د دوی کورنۍ او نور په وار وار د ایران "د سپاه پاسداران انقلاب " د عناصرو لخوا په نښه شوي او ګواښل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې: "د بي بي سي فارسي ژبې د همکارانو سره یوځای د ایران-انټرنیشنل له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې چې سپاه پاسداران ویلي چې 'موږ درپسې راځو' له سختو ګواښونو سره مخامخ دی."

بیلي وویل چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب "د خپلو ګوډاګیانو له لارې تماس نیسي" او پدې تاکتیکونو کې په ایران کې د خپلوانو څخه پوښتنې او ګواښونو شامل دي.

هغه زیاته کړه: "په تیرو څو میاشتو کې د دې ګواښونو کچه په ډراماتیک ډول لوړه شوې ده. او د پوښتنو کچه او بڼه ډیره تهاجمي شوې ده."

د بریتانیا حکومت تېر کال پر ایران د بشري حقونو د سرغړونو او د بریتانیا په خاوره کې د خپلو مخالفینو پر ضد د دښمنانه اقداماتو له امله سخت بندیزونه ولګول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG