د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا بندیزونه؛ عراق د ایران څه باندې یو نیم میلیارد ډالر پور نشي ورکولی 


عراق له ایران څخه د ګازو او برېښنا د واردولو له درکه ۱.۶ میلیارد ډالر پوړوی دی، خو پر ایران باندې د متحده ایالاتو د بندیزونو له کبله نشي کولای ایران ته پیسې انتقال کړي.

سره له دې چې عراق د تیلو او ګازو پراخې زیرمې لري، خو تر ټینګې څارنې لاندې د متحده ایالاتو د بندیزونو د معافیت نه په استفادې دا هیواد د خپل اړتیا وړ ګاز او برېښنا له دریو څخه یوه برخه له ګاونډي هیواد ایران څخه وارد کړي.

کله چې متحده ایالات د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوره کې په ۲۰۱۸ کې د ایران د اټومي ټړون څخه ووتل، واشنګټن پر تهران باندې نور بندیزونه هم ولګول. ددغو بندیزونو له مخې عراق اجازه نلري چې ایران ته خپل پور په نغدي توګه ورکړي.

ددغه بندیزونو له مخې ایران د خپل پور په بدل کې کولای شي پدې شرط له عراق څخه زراعتي توکي او درمل وارد کړي چې امریکایي چارواکي یې تائید کړي.

د عراق د برېښنا د چارو سرپرست وزیر عادل کریم د چهارشنبې په ورځ دولتي تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې عراق اوس ۱.۶۹ میلیارډ ډالر ایران ته پور ندی ادا کړی: «دغه پانګه د عراق د سوداګرۍ په بانک کې پرته ده او د ایران حکومت ته نده ورکړل شوې.»

هغه زیاته کړه چې: «پدې پانګه (ایران) باید خوراکي توکي او درمل واخلي. دا د امریکا د حکومت له لورې اوږدمهاله ارزونې ته اړتیا لري چې دغه توکي واخلي. دا چې د امریکا حکومت مونږ ته د ګازو د واردولو اجازه راکړې باید مونږ ته دا اجازه هم راکړي چې دغه پانګه (ایران ته) ورکړو.»

ایران چې د عراق څخه د پور د نه ادا کولو په وجه مایوسه دی عراق ته یې په څو مواردو کې د ګازو او برېښنا لیږدول بند کړي دي.

د عراق د برېښنا سرپرست وزیر وايي کله چې ایران په خپل هیواد کې د ګازو او برېښنا کمښت احساسوي، مونږ ته خپل صادرات قطع کوي.

XS
SM
MD
LG