د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق پارلمان د جمهور رئیس د ټاکلو بهیر وځنډوه


د عراق پارلمان د جمهور رئیس د ټاکلو بهیر وځنډوه
د عراق پارلمان د جمهور رئیس د ټاکلو بهیر وځنډوه

د عراق پارلمان نن دوشنبه جنوري اوومه (سلواغې ۱۸) له هغه وروسته د جمهور رئیس د ټاکلو لپاره رایه اچونه تر نامعلومې نېټې پورې وځندوله چې لویو سیاسي ډلو په دې اړه جوړې شوې غونډې کې ګډون ونکړ.

ښايي د سیاسي ډلو دا تحریم د دغه جنګ ځپلي هېواد سیاسي کړکیچ نور هم زیات کړي. په عراق کې له عمومي انتخاباتو څلور میاشتې وروسته هم صدراعظم ټاکل شوی نه دی.

ټاکل شوې وه چې په پارلمان کې به د دوشنبې په ماسپښین د جمهور رئیس د ټاکلو لپاره رایه اچونه کیږي، خو داسې ونشول. برهم صالح له ۲۰۱۸ راپدیخوا په دغه مقام ناست دی.

د عراق په پارلماني انتخاباتو کې هم د رایه اچوونکو شمېر کم و او دا هېواد په وروستیو کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي او خشونت شاهد دی.

د انتخاباتو پایلې اووه میاشتې وروسته تائید او اعلان شوې خو د صدراعظم د ټاکلو لپاره د سیاسي ډلو ترمنځ د یو پارلماني ایتلاف د جوړېدو هڅو کومه نتیجه ورکړې نه ده.

د عراق په پارلمان کې تر ټولو ډېرې ۷۳ څوکۍ د مقتضی الصدر ډلې ګټلې دي او همدغې ډلې تر نورو مخکې په رایه اچونې کې برخه وانخیسته.

تېره ورځ محکمې د مخکني ولسمشر صالح د سرسخت سیال هوشیار زیباري کاندیداتوري‌ وځنډوله او په دې کار سره سیاسي‌ کړکیچ نور هم زیات شو.

هوشیار زیباري د عراق د بهرنیو چارو پخوانی وزیر دی، محکمه وايي‌ په هغه د اداري فساد تورونه دي خو ښاغلی زیباري دا تورونه ردوي. هغه څو ورځې مخکې وویل چې یوې محکمې هم مجرم پېژندلی نه دی.

د عراق د دغې لوړې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ۲۵ کاندیدان سیالي‌ کوي.

XS
SM
MD
LG