د لاس رسي وړ اتصالات

عراق ٣٨ سني سخت دریځه اعدام کړل


عراقي مقامات وایي ټول اعدام شوي کسان د داعش غړي وو
عراقي مقامات وایي ټول اعدام شوي کسان د داعش غړي وو

د عراق د عدلیې وزارت وایي ٣٨ سني عراقي سخت دریځي يي نن په دار وځړول. محکمې هغوې د مرگ په سزا محکوم کړي وو،

د عراق د عدلیې وزارت ویلي دي چې دغه ټول اعدام شوي کسان د اسلامي دولت د ډلې یا داعش غړي وو.

د عراق د عدلیې وزارت اعلامیه وايي دا کسان ټول یو ځای د عراق په جنوب کې د ناصریه ښار په زندان کې اعدام شول.

د عراق حکومت د روان میلادي کال د سپتامبر په ٢۴ هم ۴٢ سني سخت دریځه هم د ترهگرۍ په تور اعدام کړي وو.

مقامات وایي دغو کسانو د امنیتي قواو په وژلو او د موټر بمب د بریدونو په کولو تورن او د محکمې له لورې د مرگ په سزا محکوم شوي وو.

دغه کسان داسې مهال اعدامیږي چې د عراق سونیان شیعه حکومت تورنوي چې هغوې یې څنګ ته کړي او پام نه ورته کوي. شاید همدغه کار د دې لامل شي چې یو شمېر سنیان له سخت دریځو لکه داعش او نورو ډلو سره یو ځای شي.

XS
SM
MD
LG