د لاس رسي وړ اتصالات

عراقي کردانو د استقلال په ولسپوښتنه کې رایې ورکړې


په واشنگټن کې یوه ډله کردان د عراق له کردانو سره د پېوستون د ښودلو لپاره، له خوشالۍ نه نڅاکوي
په واشنگټن کې یوه ډله کردان د عراق له کردانو سره د پېوستون د ښودلو لپاره، له خوشالۍ نه نڅاکوي

د عراق کردان نن د سپتمبر په ٢٥ مه د خپل استقلال لپاره په ولسپوښتنه کې برخه اخلي. که څه هم د عراق د حکومت، گاونډیو هېوادونو، او امریکا له خوانه له کلکو اعتراضونو سره مخامخ دي.

په دغه و لسپوښتنه یا ریفرنډم کې د رایو ورکولو بهیر د کردستان د سیمه ئیز حکومت تنظیم کړی دی. د کردستان د نیمه خودمختارې سیمی جمهوررئیس مسعود برزاني دی. په ترکیه او ایران سر بیره پخپله دعراق مرکزي حکومت هم د کردانو له ولسپوښتنې سره مخالف دی.

دعراق په شمال کې په کردي سیمو کې د ولسپوښتنې د چارواکیو په وینا پنځه اعشاریه دوه ملیونه رای ورکوونکي د رایو ورکولو مستحق دي.

مسعود برزاني د کردستان د نیمه خود مختارې سیمې جمهوررئیس د کردستان خلک دیته وهڅول چې د سولې او ارامۍ په فضا کې راېې ورکړي.

که څه هم دا ویره شته ده چی داکار په سیمه کې بی ثباتۍ ته لمن وهلی شي.

کرزان شهاب، یوکردستانی رای ورکوونکی وايي: موږ نن ډیر خوشال یو، ډیر زیات خلک راروان دي چې د مستقل کردستان لپاره راېې ورکړي. که دخدای رضاوي نو موږ به بریالي شو.

تمه ده چی دنیمه خودمختار کردستان په دری ولایتونو کې په ملیونونو کردان په ولسپوښتنه کې برخه واخلي.

د کردستان د تیلو په غني سیمې کرکوک کې هم نن ددوشنبی په ورځ کردان رایو ورکولو ته ولاړل.

ریدا احمد یوکردستاني رای ورکوونکي وویل: ما د هو! رایه ورکړه. دا زموږ ملی حق دی. د کردانو شمېر تقریباله څلوېښتنه نیولې تر پنځوس ملیونو پورې رسېږي. خوموږ خپل دولت نلرو. زه پر ملگرو ملتونو غږ کوم چې له موږ سره مرسته وکړي چې د کردانو دولت تاسیس کړو.

په کرکو ک کې کردان، عربان ، ترکمنان او عیسویان پراته دي. نور اقلیتونه هم پکې شته دي.

له بل پلوه په عراق کې د بغداد خلک د کردستان په جنجالي سیمو کې پر ولسپوښتنه نیوکې کوي او اندېښمن دي. رای گیري په دې باندې ده چې له عراق نه داستقلال دغوښتنې ملاتړ وشي. دغه تاریخی رای گیری چې قانوني التزام نلری په سیمه کې ېې جنجال را پېدا کړیدی او د بی ثباتۍ ویره ېې زیاته کړیده.

دعراقیو خبریال رعد محمد وايي: ولسپوښتنه نفاق او فرقه يي ستونزې دواړه په یو وخت کې منځته راولي. دا ولسپوښتنه دعراق ویش او تجزیه ده. دعراق دخلکو او یوشمیر نورو هېوادونو لپاره د منلو وړ کار ندی.

اټکل کېږي چې په ملیونو نو کسان رایی ورکړي. په دې کې به دهغو جنجالی سیمو خلک هم راېې ورکړي چې بغداد او کردستان دواړه پرې د ملکیت ادعا لري. په دې کې د کرکوک دتیلو غني سیمه هم شامله ده.

تمه ده چی رسمي نتیجه د سه شنبی په ورځ اعلان شي. که خلکو د هو! راېې ورکړې نو دا سمدلاسه ددې معنی نلري چې داستقلال اعلان وشي. بلکه دابه له عراق نه د بیلتون لپاره په مذاکراتو کې د لومړی گام په توگه وکارول شي.

مسعود برزاني دکردستان د نیمه خودمختارې سیمې جمهوررئیس امریکا غږ سره په یوه مرکه کې وویل چې له ولسپوښتنی نه وروسته به د کردستان حکومت د عراق له چارواکیو سره د سرحدي بریدونو، طبیعي منابعو په ویش او دا ستقلال د اعلان په مهال وېش مذاکرات وکړي. ښاغلي برزاني وویل چې په عبوري پړاو باندې له یو نه تر دوو کلونو پورې وخت لگېدلی شي.

عکس العملونه

دکردستان حکومت د ملگرو ملتونو له دې غوښتنې سره چې ولسپوښتنه دې وځنډول شي مقاومت وکړ.

دعراق صدراعظم حیدر العبادي د نن ورځي له ولس پوښتنې نه مخکې د کردستان سیمې ته امرکړی دی چې دخپلو سرحدي لارو او هوايی میدانونو واک مرکزي حکومت ته وسپاري. هغه پرنورو هېوادونو غږ کړی دی چې دکردستان تیل وانخلي.

ایران او ترکېې دواړو د کردانو د استقلال په اړه له ولسپوښتنې سره خپل مخالفت څرگندکړیدی.

گاونډی ایران چې د سورېې او ترکېې په څېر د کردانو ډیر نفوس لري، دعراق کردستان ته ېې ټول پروازونه بند کړي دي.

نورو هېوادونو لکه متحدو ایالاتو له دې امله د کردانو د استقلال له ولسپوښتنې سره مخالفت څرگند کړی دی چې کېدی شي په جنجالی سیمو کې ناکراري منځته راشي او په دې توگه د اسلامی دولت له ډلې سره له جگړې نه توجه بلې خواته واواړي.

XS
SM
MD
LG