د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق مظاهرې؛ پارلمان د صدراعظم استعفا ومنله


د عراق مخکنی صدراعظم عادل عبدالمهدي
د عراق مخکنی صدراعظم عادل عبدالمهدي

د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱) د دغه هیواد د صدراعظم استعفا ومنله.

صدراعظم عادل عبدالمهدي د جمعې په ورځ پارلمان ته خپله استعفا وړاندې کړې وه.

د عراق د کابینې د استعفا له منلو وروسته، د دغه هېواد پارلمان وایي چې د ولسمشر برهم صالح څخه به وغواړي چې نوی صدر اعظم معرفي کړي.

د عراق د اساسي قانون په اساس تر څو نوی صدراعظم معرفي شوي نه وي، موجود صدراعظم او کابینه یې سرپرستان دي.

په عراق کې له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې مظاهرې روانې دي، د مظاهره کوونکو یوه غوښتنه د صدراعظم استعفا وه.

د فرانسې خبري اژانس (فرانس پرس) وايي چې په دغو مظاهرو کې تر دې دمه شاوخوا ۴۲۰ کسان وژل شوي دی.

د عراق مذهبي مشر ایت الله علي سیستاني هم د مظاهره کوونکو ننګه وکړه او له پارلمان څخه یې وغوښتل چې د نویو انتخاباتو لپاره د قانون په جوړولو کې بېړه وکړه. د ښاغلي سیساني بیانیه د جمعې په ورځ د هغه استازي ولوستله، هغه له مظاهره کوونکو سره د امنیتي ځواکونو چال چلند هم غندلی دی.

په بغداد او د عراق په ځینو نور ښارونو کې له شاوخوا دوو میاشتو راهېسې مظاهرې روانې دی. مظاهره کوونکي په حکومت کې د فساد او بېکارۍ پر ضد، د روغتیایي او نورو حکومتي خدمتونو د کموالي او نشتوالي پر ضد مظاهرې کوي.

مظاهره کوونکو څو ورځې مخکې په نجف کې د ایران قونسلګرۍ ته هم اور اچولی و.

XS
SM
MD
LG