د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق مظاهرو په تازه تاوتریخوالي کې ۳۰ تنه وژل شوي


په عراق کې د حکومت ضد د روانو مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا ۳۰ نور مظاهره کوونکي هم وژل شوي دي.

د عراق په جنوبي ښار ناصریه کې د روغتون ډاکټران وايي چې دا کسان د عراقي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي. تر دې دمه د عراق پوځ د دغو کسانو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا پېښه له هغه وروسته شوې چې د نجف په ښار کې مظاهره کوونکو د ایران کونسلګرۍ وسوځوله . چارواکي وایي پر کونسلګرۍ د برید پر مهال هېڅ کارکوونکی هلته نه و.

دا په عراق کې د مظاهرو د پیل راهېسې د ایران پر ضد تر ټولو قهرجن اقدام دی چې مظاهره کوونکي یې کوي. تر دې مخکې د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامنه يي له عراقي مظاهره کوونکو غوښتي وو چې خپلې غوښتنې دې د قانون په چوکاټ کې وکړي.

عراقي ځواکونو په بغداد، نجف او ځینو نورو سیمو کې چې پکې مظاهرې روانې دي، پر شیعه ګانو باندې د بریدونو د مخنیوي په خاطر امنیتي تدابیر کلک کړي دي.

په عراق کې له څو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي. مظاهره کوونکي د کاري، صحي او نورو ملکي خدمتونو د کموالي او نشتوالي پر ضد مظاهرې کوي او حکومت تورنوي چې د فساد ضد اقدامات نه کوي.

دوی د عراق د صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفا هم غواړي. د رویټرز خبري اژانس وایي چې صدراعظم عبدالمهدي په ټاکنیزو چارو کې د اصلاحاتو او فساد ضد مبارزې ژمنه کړې، خو داسې ښکاري چې لا یې کوم عملي ګام پورته کړی نه دی.

د مظاهرو له پیل راهېسې سلګونه مظاهره کوونکي د پوځ او پولیسو په ډزو کې وژل شوي دی.

XS
SM
MD
LG