د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې تاوتریخوالی؛ صدراعظم استعفی کوي


د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي
د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي د جمعې په ورځ نومبر ٢٩ وویل چې پارلمان ته به خپله استعفی وړاندې کړي. هغه دغه اعلان څو ساعته وروسته له هغې وکړ چې د عراق ستر مذهبي مشر آیت‌الله سیستاني د عراق له پارلمان غوښتل چې د عادل عبدالمهدي د حکومت د ملاتړ په اړه "بیا فکر" وکړي.

ښاغلي عدالمهدي وویل: "زه به پارلمان ته په رسمي لیک کې د صدارت له مقام څخه خپله استعفی وړاندې کړم".

دغه ناڅاپي اقدام وروسته له هغه کیږي چې د عراق په نژدې دوه میاشتنیو اعتراضونو کې د اکتوبر د لومړۍ نیټې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۴٠٠ مظاهره کوونکي وژل شوي او شاوخوا ١٥ زره کسان ژوبل شوي دي. دغه مظاهرې د کمزورو دولتي خدماتو، بیکارۍ او فساد په اعتراض کې پیل شوي دي.

په عراق کې د شیعه ګانو لوی مشر آیت‌الله علي سیستاني نن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې که تاوتریخوالی ونه دریږي، عراق به په کورنۍ جگړه کې ښکیل شي. ښاغلي سیستاني دا خبر وروسته تر هغه ورکړ چې نن هم هلته ګڼ شمیر خلک ووژل شول.

د رپوټونو له مخې تیره ورځ په بغداد او د عراق په جنوبي ولایتونو کې لږ تر لږه ۴٠ تنه اعتراض کوونکي ووژل شول او تاوتریخوالي نن د جمعې په ورځ نومبر ٢٩ هم دوام درلود. رپوټونه وایي چې لږ تر لږه درې تنه نور هم نن د جمعې په ورځ وژل شوي دي.

هغه همداشان له اعتراض کوونکو غوښتي چې د سوله ییزو مظاهرو او د هغو کسانو ترمنځ توپیر وکړي چې د مظاهرو په ترڅ کې غواړي تاوتریخوالی جوړ کړي.

دغه څرگندونې وروسته له هغه کیږي چې یو شمیر اعتراض کوونکو په نجف کې د ایران په قونسلگرۍ برید وکړ او ودانۍ یې وسوځوله.

د جمعې په ورځ نومبر ٢٩ د ملگرو ملتونو یو ویاند د مظاهره کوونکو په وړاندې د عراق د امنیتي ځواکونو له خوا د وسلې نه کار اخستلو په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او د عراق له دولت نه یې غوښتي چې د اعتراض کوونکو امنیت وساتي او پدې هیواد کې د بیان ازادي تضمین کړي.

XS
SM
MD
LG