د لاس رسي وړ اتصالات

د عراق څخه د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو وتلو په هکله خبرې بیا پيل شوې


د عراق صدراعظم د امریکا نظامي چارواکو سره د خبرو لومړی پړاو د جنوري میاشتې په ۲۷ مې پیل کړ.
د عراق صدراعظم د امریکا نظامي چارواکو سره د خبرو لومړی پړاو د جنوري میاشتې په ۲۷ مې پیل کړ.

د عراق حکومت یکشنبه فبروري ۱۱ (سلواغلې ۲۲) وویل چې د متحده ایالاتو سره یې پدې هیواد کې د ائتلافي ځواکونو راتلونکې په هکله خبرې بیا پیل کړي او هیله یې څرګنده کړې چې ژر به یوې نتیجې ته ورسیږي.

د دې خبرو لومړی پړاو د همدې روان میلادي کال د جنوري میاشتې په ۲۷ مې پیل شو خو په اردن کې په امریکایي ځواکونو د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په برید کې د دریو امریکایي ځواکونو تر وژل کیدو وروسته چې په عراق کې میشتو ملیشو یې د کولو ادعا کړې وه، دا خبرې وځنډیدې.

د عراق د صدراعظم نظامي ویاند جنرال یحیی رسول د دې خبرو پیل کیدو په هکله په یوې اعلامیې کې ویلي چې نظامي کمیسیون په بغداد کې د یکشنبې په ورځ د نړیوالو ائتلافي ځواکونو سره خبرې پیل کړیدي.

په اعلامیې کې راغلي، " که د دې خبرو آرامي کوم شی ګډوډه نکړي، لیده کاته به په منظمه توګه روان وي چې هر څومره ژر امکان لري د کمیسیون مسؤلیت تر سره شي".
ښاغلي رسول په اعلامیې کې ویلي چې دا غونډې پدې خاطر کیږي چې د عراق څخه د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو وتلو لپاره مهال ویش وټاکل شي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې په عراق کې ځای په ځای شول چې د داعش ډله، چې هغه وخت یې په عراق او سوریې خپل خلافت اعلان کړی و، وځپي. د حشد الشعبي ډلې د داعش په ماتولو کې همکاري کړې وه.

په عراق کې تقریبآ ۲۵۰۰ او په سوریې کې ۹۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.

د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پيل راهېسې، په منځي ختیځ کې په امریکايي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي او د بغداد او واشنګټن روابط په دې وروستیو کې د امریکا له یو لړ بریدونو وروسته خراب شوي دي.

د عراق د صدراعظم محمد شیاع السوداني له پرلپسې غوښتنو وروسته،‌ امریکا او عراق د ځواکونو د اینده په اړه خبرې پیل کړې.

سره لدې چې په عراق کې امریکایي او نور نړیوال ځواکونه د بغداد په بلنې دې هیواد کې ځای پر ځای دی خو د زرو په شاوخوا کې امریکایي ځواکونه چې په سوریې کې د کردي ځواکونو سره په ګه د داعش په خلاف جګړه کوي، د دمشق اجازې پرته هلته دیره دي.
امریکایي ځواکونه د عراق د حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي تر څو پرې نږدي داعش ډله پدې هیواد کې بیا سر راپورته کړي.

د عراق د حکومت نظامي ویاند هم ویلي چې د متحده ایالاتو د پوځ سره په خبرو کې دا هم شامل دي چې په اوس وخت کې پدې هیواد کې د اسلامي دولت یا داعش ډله څومره خطرناکه ده.

د عراق حکومت پلان لري چې پدې هیواد کې د ائتلافي ځواکونو د حضور پر ځای د همدې ځواکونو د هیوادونو سره د دوه اړخیزې نظامي همکارۍ تړونونه وکړي خو څرګنده نده چې آیا دا پلان به عملي شي که نه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG