د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په عراق کې د خپل برید ننګه وکړه او د نورو بریدونو خبرداری یې ورکړ


د عراق پایتخت بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې په نښه شوی موټر.
د عراق پایتخت بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې په نښه شوی موټر.

په عراق کې د امریکا په هوايي برید کې د ایران د ملاتړ لرونکو ملیشو د یو لوړپوړي قومندان له وژل کېدو وروسته، واشنګټن ددغه برید ننګه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که پر ځواکونو یې بیا برید وشي، په ورته نورو اقداماتو به لاس پورې کړي.

دغه برید د عراقي چارواکو قهر پارولی او یو ځل بیا یې له دغه هېواد څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړي ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د پنجشنبې په ورځ فبروري اتمه (سلواغې ۱۹) خبریالانو ته وویل: "موږ د عراق ملي حاکمیت ته په بشپړه توګه درناوی کوو. که زموږ پر سرتیرو چې د عراق د حکومت په بلنه هلته میشت دي، بریدونه نه وای شوي، نو د غچ اخیستنې هیڅ ډول اقدام ته به اړتیا نه وای."

د عراق په پایتخت بغداد کې د چهارشنبې په ورځ د امریکا په یو هوايي برید کې د ایران ملاتړ لرونکي کتایب حزب الله ډلې یو قومندان ووژل شو.

امریکايي چارواکو ویلي چې دا برید په اردن کې پر یوې پوځې اډې د بې پیلوټه الوتکې د برید په ځواب کې شوی چې درې امریکايي سرتیري پکې ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په اردن کې د جنوري ۲۸مې د برید پړه پر "ایران پلوه اورپکو ډلو" واچوله، خو ویې ویل چې متحده ایالات په منځني ختیځ کې د پراخې جګړې په لټه کې نه دي.

د امریکا د ملي ګارد د ځواکونو قومندان ډینیل هوکانسن په اردن کې د برید په اړه وویل: "که تاسو برید وکړئ او زموږ خلکو ته زیان ورسوئ، موږ پوهیږو چې تاسو څوک یاست، او موږ به تاسو ومومو."

د ایران ملاتړ لرونکې کتایب حزب الله ډلې د لوړپوړي قومندان الساعدي مړی لېږدول کیږي چې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.
د ایران ملاتړ لرونکې کتایب حزب الله ډلې د لوړپوړي قومندان الساعدي مړی لېږدول کیږي چې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

امریکايي چارواکي وايي په عراق او سوریه کې د اکتوبر راهیسې پر امریکايي ځواکونو شاوخوا ۱۶۸ بریدونه شوي او د اکثره دغو بریدونو پړه پر ایران پلوه ملیشو اچول شوې چې د اسلامي مقاومت تر نوم لاندې په عراق کې فعالیت لري.

په بغداد کې د امریکا د سه شنبې د ورځې په هوایي برید کې د کتایب حزب الله جګپوړی قوماندان وسام محمد الساعدي ووژل شو.

د متحده ایالاتو په لومړنیو بیانونو کې ویل شوي چې الساعدي "په مستقیم ډول په سیمه کې د متحده ایالاتو پر ځواکونو باندې د بریدونو پلان کولو او ترسره کولو مسؤل و." خو یو امریکایي چارواکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه د سوریې لپاره د کتایب حزب الله لوړپوړی چارواکی و چې په هیواد کې یې د ټولو عملیاتو څارنه کوله.

له دې وړاندې د تېرې جمعې په ورځ، په سوريه او عراق کې د ايران له ملاتړه برخمنو ملېشو پر اوو ځايونو هوايي بريدونه وشول.

د متحده ایالاتو دفاعي چارواکي اوس په دې باور دي چې دغو بریدونو کې ۸۰ هدفونه ویجاړ شوي او د ملیشو ۴۰ غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغو بریدونو د عراقي چارواکو تر منځ مخ په زیاتیدونکي غوسه پارولې ده.

د عراق د پوځ ویاند یحیی رسول د پنجشنبې په سهار پر الساعدي برید داسې " ښکاره وژنه" وبلله چې "د ملکي وګړو ژوند او نړیوالو قوانینو ته هیڅ پام نه کوي."

هغه په ټولنیزو رسنیو کې په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي دي: "دغه حرکت د عراق حکومت تر بل هر وخت ډیر مجبوروي چې د دغه ایتلاف ماموریت پای ته ورسوي، چې د بې ثباتۍ یو عامل ګرځیدلی او په جګړه کې د عراق د ښکیلیدو ګواښ رامنځته کوي."

د عراق د صدراعظم محمد شیعه السوداني د دفتر لخوا په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي پوسټ کې ویل شوي له عراق څخه د امریکايي خواکونو او د داعش په خلاف د ایتلافي ځواکونو د وتلو وخت رارسېدلی دی.

متحده ایالات په عراق کې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتیري لري چې د عراق امنیتي ځواکونو ته مشورې ورکوي او د داعش پاتې شونو په تعقیبولو کې ورسره مرسته کوي. شاوخوا ۹۰۰ امریکایي ځواکونه په سوریه کې ځای پر ځای دي، او ورته ماموریت پر مخ وړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG