د لاس رسي وړ اتصالات

رجب طیب اردوغان د قران د سوځولو په اړه سویډن ته خبرداری ورکړ


رجب طیب اردوغان
رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سویډن حکومت غندلی دی چې د قران سوځولو ته یې اجازه ورکړې او ویلي دي چې دا کار به په ناټو کې د دغه هېواد د غړیتوب په اخیستلو منفي سیوری غوړوي.

اردوغان په خپلې تلویزوني وینا کې وویل: «موږ به بالاخره د لویدیځ متکبرینو ته دا ور زده کړو چې مسلمانانو ته سپکاوی د فکر ازادي نه ده. تر څو پورې چې په تروریستي سازمانونو او د اسلام څخه په ویرې خپرولو بریالیتوب ترلاسه شوی نه وي، موږ به د امکان تر حده خپل قوي غبرګون ښکاره کوو.»

اردوغان داسې مهال په سویډن کې د قران سوځېدو پېښه غندي، چې ټاکل شوې راروانه پنجشنبه د دواړو هېوادونو دپلوماتان په ناټو کې د سویډن د غړیتوب په اړه بحث وکړي. تر دې مخکې هم اردوغان په سویډن کې د قران سوځېدو په اړه ویلي وو چې سویډن باید له ترکیې څخه د خیر تمه ونلري.

یو ۳۷ کلن عراقي سلوان مومیکا، چې څو کاله وړاندې سویډن ته کډوال شوی و، د لوی اختر په لومړۍ ورځ په ستاکهولم کې د ترټولو لوی جومات مخې ته د قران یوه نسخه وسوځوله او پولیسو یې کلک امنیت ټېنګ کړ.

د ستاکهولم پولیسو هغه ته د بیان د ازادۍ په اساس د اعتراض د یوې بڼې په توګه ددې کار اجازه ورکړې وه. پولیسو وروسته وویل چې دوی د دې سړي لخوا د «پارونې» په اړه پلټنې پیل کړي دي.

عراق د سویډني چارواکو دا پریکړه غندلې چې یو "افراطي" ته یې د قران د سوځولو اجازه ورکړې ده. په بغداد کې د عراق د بهرنیو چارو وزارت وویل چې «دا پیښې د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپاروي او یو خطرناک پاروونکی عمل» یې بولي.

اسلامي هېوادونه داسې مهال په سویډن کې د قران سوځولو پېښې غندي چې میلیونونه مسلمانان د حج په مراسمو کې بوخت دي. د عراق د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ناوخته د سویډن سفیر احضار کړ او په دې اړه یې ورته خپل قهرجن غبرګون او خپګان څرګندل کړل.

په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په دې اړه خپل ژور خپګان ښودلی او ویلي‌ چې دا کار په سویډن کې مذهبي اقلیتونه ګواښلی شي، خو نوموړي دې کار ته د اجازې ورکولو لپاره د سویډن د حکومت د پرېکړې ننګه وکړه.

میلر وویل: «اجازه ورکول.... د دغه کار حمایت نه دی.» د سعودي عربستان حکومت هم د قران سوځول غندلي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت وویل: «دا کرکجن او تکراري عملونه په هېڅ ډول د توجیه کولو او منلو وړ نه دی.»

مصر، کویټ، متحده عرب امارات، بحرین، تونس، سوریې، پاکستان، ایران او د طالبانو حکومت هم دا پېښه غندلې ده. فلسطین هم غندلی دی.

د دغه راپور ځینې معلومات له فرانس پرس څخه اخیستل شوی.

XS
SM
MD
LG