د لاس رسي وړ اتصالات

د لسو وژل شوو افغان ژورنالیستانو لومړی تلین


د افغان خبریالانو د همغږۍ کمېټې د جګړې پر ښکېلو خواو غږ وکړ چې د افغان ژورنالیستانو ژوند ته په پاملرنې پر خبریالانو له بریدونو څخه ډډه وکړي.

د یادې کمېټې مسؤلینو دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د «غوايي پر لسمه» په کابل کې د تېرکال په همدې ورځ د ۹ وژل شوو افغان ژونالیستانو د لومړي تلین لمانځلو پرمهال کولې.

د دغه کمېټې ویاند محمد علي رسا وویل:" د افغانستان حکومت، عدلي او قضايي ارګانونه د افغان خبریالانو په وړاندې د تر سره شوي تاوتریخوالې دوسیې باید وڅېړي او تر سره کوونکې باید په جزا وویني."

د تېر ۱۳۹۷ کال د غوايي میاشتې په همدې یوه ورځ یوه ډله افغان خبریالان په داسې حال کې د کابل ښار په شش درک سیمه کې د یو ځانمرګي برید د پوښښ لپاره راټول شوي د بل ځانمرګي برید ښکار شول.

یار محمد توخي، غازي رسولي، نوروز علي رجبي، شاه مري فیضي، سلیم تلاش، عبادالله حنانزی، فرشته درانۍ، سباوون کاکړ​ او علي سلیمي هغه افغان خبریالان و چې د شش په ځانمرګې برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

دغه ځانمرګی برید چې ۶ نور افغان ژورنالیستان یې ټپیان کړل مسؤلیت داعش وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

په همدغه کال خبریال احمدا شاه په خوست، عبدالمنان ارغند په کندهار کې په هدفي بریدیونو او صمیم فرامرز او رامز احمدي په کابل کې په ځانمرګو بریدونکي ووژل شول.

د بې پولې خبریالانو سازمان په ۲۰۱۸ کال کې د ۱۵ افغان ژورنالیستانو په وژل کېدو سره افغانستان د خبریالانو لپاره مرګونی هېواد بللی و.

د افغان خبریالانو د همغږۍ کمېټه پر داسې مهال د جګړې له ښکېلو لورو څخه د ژورنالیستانو امنیت ته د پاملرنې غوښتنه کوي چې د روان ۲۰۱۹ کال له پیل څخه تر دا مهاله ۴ افغان خبریالان وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.

سلطان محمد خیرخوا په خوست، رحیم الله او شفیق اریا په تخار او جاوید نوري په فراه کې د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوي، نثار احمد احمدي په هلمند او عمران لمر په ننګرهار کې په چسپکي ماین او وسله وال برید کې مرګونې ټپیان شول.

تر دامهاله په روان کال کې پر افغان خبریالانو د بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG