د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي وايي ننګرهار د فاتحې په مراسمو بمباري شوې ده


چارواکي وايي د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د فاتحې پر مراسمو هوايي برید شوی دی.

د هسکې مېنې ولسوال سازولي امریکا غږ اشنا ته وویل چې د مریز کنډ‌‌‌‌‌و سیمه کې د حاجي امان په نوم د یو ځايي کس د فاتحې له مراسمو څخه په حکومتي ځواکونو برید وشو چې وروسته حکومتي ځواکونو متقابل برید وکړ.

نوموړي وویل د متقابل برید په ترڅ کې د ناټو الوتکو بمباري کړې ده چې له امله یې د ۱۶ څخه تر ۲۵ داعش جګړه ماران او یو شمېر ملکيان وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

پېښه د یکشنبې په مازدیګر( جولاۍ ۲۳) شوې ده. یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې په دغې پېښه کې اته ملکي وکړي هم وژل شوي دي.

د ننګرهار روغتون چارواکو ویلي دي چې له دغې پېښې ورته درې ټپیان ور وړل شوې دي. خو لا هم په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو دقیق ارقام معلوم نه دي.

تر اوسه داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو سیمه ییز چارواکي وايي ممکن د وژل شویو او ټپیانو په ارقامو کې تغیر راشي.

پر وسله والو طالبانو، داعش جګړه مارانو او نورو ترهګرو یو تور دا دی چې معمولآ د استوګنو له سیمو او د خلکو له منځه پر افغان او نړیوالو ځواکونو بریدونه کوي چې په متقابل برید کې بیا ولسي خلکو ته هم زیان رسیږي.

XS
SM
MD
LG