د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي تر پنځو کلونو وروسته په یو ویډیويي پیغام کې راڅرګند شو.
دغه ویډیويي پیغام تېره شپه په «الفرقان» ویبسایت کې خپور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نوموړی په ۲۰۱۴ کال کې د موصل په النور جومات کې پخپل یو وروستي ویډیويي پیغام کې څرګند شوی و.
د اسوشېټېډ پرس خبري اژانس د راپور لهمخې د داعش مشر په خپل تازه ویډیويي پیغام کې د خپل ډلې وروستۍ ماتې منلي دي او د سریلانکا د وروستیو چاودونو په اړه هم غږېدلی دی.
د داعش ډلې وسله والو په روان کال کې په عراق او سوریه کې تر خپل کنټروال لاندې ګڼې سیمې له لاسه ورکړي دي.
په ۲۰۱۷ کال کې د روسیې دفاع وزارت ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي ممکن په سوریه کې د مسکو په هوايي حملو کې وژل شوی وي، خو امریکایي چارواکو دغه ادعا رد کړه او ویلي یې و چې د هغه د اوسېدو ځای نا معلوم دی.