د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال ډنفورډ: په داعش دې فشار ته دوام ورکړل شي


د امریکا یو لوړپوړي پوځي چارواکي نړیوالو مشرانو ته د خبردارې ورکړیدی چې د اسلامي دولت د ډلې ضد پرمختگ ته د کامیابۍ نوم نه ورکوي.

د د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي چې په سوریې او عراق کې د داعش په ضد پرمختگ د پام وړ دی خو پکار ده د داعش او د القاعدې ضد فشار جارې وساتل شي چې هغوي بیا فعاله نه شي.

ښاغلي ډنفورډ وویل چې پکار ده په منځني ختیځ کې د دغو دواړو ترهگرو ضد اقداماتو ته دوام ورکړل شي.

د امریکا د گډو ځواکونو مشر دغه خبرې په واشنگټن کې د ترهگرو ډلو په اړه د دفاعي چارواکو یوې غونډې ته کړیدي.

هغه وویل چې په تاریخ کې داسې مثالونه موجود دي چې د یوې ډلې په ضد په فشار کې د کمښت له کبله تاوان رسیدلی دی او ترهگرو ډلو بیا ځانونه فعال کړیدي.

امریکایي چارواکي د تیرو څو میاشتو راهیسې د اسلامي دولت د ډلې په ضد د کامیابیو ادعاگانې کوي او وایي چې په تیرو دریو کلونو کې د ترهگرو په بریدونو کې کمي راغلې ده.

XS
SM
MD
LG