د لاس رسي وړ اتصالات

د داعش نوی مشر د ابوبکر البغدادي ورور دی


د دوه عراقي چارواکو او یوې لویدیځې سرچینې د معلوماتو له مخې د داعش نوی مشر چې د پنجشنبې په ورځ د مارچ لسمه ( کب ۱۹) د دغې ډلې له خوا معرفي شو، د داعش ډلې د پخواني وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي ورور دی.

داعش په یوه ثبت کړي غږیز پیغام کې چې په آنلاین بڼې خپور شوی، خپل نوی مشر ابوالحسن الهاشمي القرشي نومولی دی.

د داعش نوی مشر د دغې ډلې د پخواني مشر ابو ابراهیم القرشي له وژل کېدو وروسته چې د دغې ډلې د بل پخواني مشر ابوبکر البغدادي له وژل کېدو وروسته په ۲۰۱۹ کې مشر ټاکل شوی و، معرفي کیږي. بغدادي او قرشي دواړه د سوریې په شمال کې د دوی پرپټنځایونو د امریکا د خاصو ځواکونو د دوه جلا بریدونو پرمهال په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول او ځانونه او د کورنۍ غړي یې ووژل.

دوه عراقي چارواکو د جمعې په ورځ د مارچ په یوولسمې ( کب ۲۰) د رویټرز خبري اژانس ته وویل، د داعش د نوي خلیفه اصلي نوم جمعه عواد البدري دی او نوموړی د داعش د لومړني مشر ابوبکر البغدادي مشر ورور دی. یوه لویدیځ چارواکي هم تائید کړه چې دواړه سره وروڼه دي.

د البدري په هکله ډیر معلومات نشته، خو ویل کیږي چې نوموړی په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا له خوا د عراق له اشغال وروسته د امریکا پرضد له جنګېدونکو جهادي جنګیالیو څخه دی.

یوه عراقي امنیتي چارواکي وویل:" بدري په ۲۰۰۳ کال کې یوې سلفي جهادي ډلې سره یوځای شو او د داعش د پخواني مشر البغدادي نږدې ملګری او د شرعي چارو مشاور و.

البدري د داعش د اسلامي شورا غړی هم دی، دغه شورا د داعش د رهبري چاري سمبالوي او کله چې خلیفه ووژل شي یا ونیول شي، د هغه ځای ناستی ټاکي.

د عراق امنیتي چارواکي او څېړونکي وايي چې نوی مشر ښايي په عراق او سوریې کې بریدونو ته دوام ورکړي.

یوه عراقي امنیتي چارواکي د جمعې په ورځ رویټرز ته وویل چې بدري په دې وروستیو کې له سوریې څخه عراق ته اوښتی او ښايي د بریدونو د ترسره کولو د څرنګوالي لپاره خپل نوی لید لوری ولري."

بدري دوه نور وروڼه هم لري چې یو یې د ډیرو کلونو لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو په بند کې و، د بل ورور په هکله یې معلومات نشته خو عراقي امنیتي چارواکي وايي چې ښايي هغه هم د داعش د ډلې کوم بل مشر وي.

د د اعش د آنلاین فعالیتونو د څارنې د یوه شرکت له خوا له امریکا غږ سره د جمعې په ورځ په شریک کړل شویو عکسونو کې د عراق په کرکوک او د لویدیځي افریقا په یوې سیمې کې ددغې ډلې جنګیالي له نوي مشر سره د بیعت په حال کې لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG