د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې په یو زېږنتون د روسیې برید؛ زیلینسکي په لویدیځ انتقاد کړی


په اوکراین د روسیې برید
په اوکراین د روسیې برید

د اوکراین ولسمشر زیلیسنکي د چهارشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) یو ځل بیا په لویدیځ تند انتقاد کړی او ویلي دي چې «تاسو قدرت لرئ، خو لیدل کیږي چې انسانیت له لاسه ورکوئ»

د ولسمشر زیلینسکي دغه لفظي برید وروسته تر هغه کیږي چې اوکرایني چارواکو ویلي چې روسیې په ماریوپل ښار کې پر یو زیږنتون باندې برید کړی دی.

د دغه برید په غبرګون کې ولسمشر زیلیسنکي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "ماریوپل. پر زیږنتون د روسي ځواکونو مستقیم برید. خلک او ماشومان تر ویجاړو لاندې کړي دي. قساوت! نړۍ به تر کومه په جرم کې شریکه وي چې په ترور سترګې پټې کړي؟ همدا اوس اسمان [د اوکراین هوايي حریم] بند کړئ! وژنې بندې کړئ! تاسو قدرت لری، خو لیدل کیږي چې انسانیت له لاسه ورکوئ."

د اوکراین پر یو زېږنتون د تیرې چهارشنبې د برید د قربانیانو شمېر لا تر دا مهاله څرکند نه دی. روسیې هم تر دامهاله د دغه برید په اړه تبصره نه ده کړې، خو تر دې مخکې يې په اوکراین کې پر ملکي خلکو د بریدونو تورونه رد کړي دي.

سپینې ماڼۍ او پتناګون د چهارشنبې په ورځ ویلي چې هغوی نه دي توانېدلي چې په مارپول کې پر یو زېږنتون برید تائید کړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل:"که چیري [دغه برید واقعیت وي] خو د دغه واقعیت په اړه هیڅ شک او تردید نلرو،موږ نشو کولای چې هغه په خپلواکه توګه تائید کړو."

خو د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه برید تائید کړی دی او ویلي دي چې د ملکیانو په وړاندې تاوتریخوالی دې ژر تر ژره بند شي.

انتونیو ګویترش یاد برید ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "په اوکراین کې پر یو روغتون د نن ورځې برید، هغه ځای چې زېږنتون او ماشومان یې هدف ګرځولي، وحشتناک دی.ملکیان دجګړې لویه برخه پرې کوي چې په هغوی پوري هیڅ اړه نلري.دغه بې معنای تاوتریخوالی باید بند شي.وینه تویول همدا اوس بنده کړئ."

د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا له ناټو څخه وغوښتل چې پر اوکراین د روسیې د هوايي بریدونو په مقابل کې د دغه هیواد هوايي حریم د هغه هیواد په مقابل کې بند کړي.

خو متحده ایالاتو تر دا مهاله دغه غوښتنه رد کړې ده او ویلي دي چې دغه اقدام متحده ایالات له روسیې سره مستقیم تقابل ته مخ کوي.

پر اوکراین د روسیې برید چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پيل شوی، ولسمشر زیلینسکي پر پله پسې ډول د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن او نورو لوېدیځو مشرانو ټلیفوني اړیکه نیولې او نظامي او بشري مرستې مننه یې کړې ده.

خو په دغه موده کې څلور ځله یې لوېدیځ هیوادونه او د ناټو غړي یې تر لفظي برید لاندې راوستي دي.

په تازه مورد کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي« نور تمه نلري چې هیواد یې د ناټو یا شمالي اتلانیک د غړي» په توګه ومنل شي.

نوموړي ویلي چې پر ټولو لارو چارو او انتخابونو باندې تمرکز لري تر څو پر خپل هیواد د روسیې د یرغل په مقابل کې دفاع وکړی.

ښاغلي زیلینسکي د امریکا د (ABC) تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: "ډیر وختونه مخکې، وروسته تر دې چې موږ ددې پوښتنې په اړه پوه شوو، زه ناهیلی شوم... [ځکه] چې ناټو چمتو نه ده چې اوکراین ومني. متحدین یې له جنجالي مسائلو او روسیې څخه د مقابلې څخه وېره لري."

XS
SM
MD
LG