د لاس رسي وړ اتصالات

سوریې ته تللې جهادي ښځې بیرته راتلای نشي


د داعش ښځینه غړې
د داعش ښځینه غړې

د لویدیځو هیوادونو اکثره ښځې او نجونې چې د جهاد لپاره سوریې ته ځي، په یوه داسې لار درومي چې د بیرته راتگ امکان نشته. د ٦٠٠ سوه غربي نجونو او ښځو له ډلې څخه چې د اسلامي دولت د سخت دریځو سره یوځای شوي، یواځې دوه تنه یې له هغې سیمې څخه په راوتلو بریالۍ شوې دي.

په داسې حال کې چې د اروپایي هیوادونو د حکومتونو د شمیرو له مخې چې د جنگیالیو بریته راتگ څاري، په سلو کې دیرش نارینه چې د داعش سره یوځای شوي، بریته ستانه شوي او یا هم خپلو هیوادونو ته په لار دي.

د اسوشیتید پرس اژانس د مرکو، اسنادو او شواهدو په بنسټ رپوټ ورکوي چې ښځې همدا چې سوریې رسیږي، واده کوي. په سوریه کې د شلو زرو نارینو جنگیالیو په منځ کې د ښځو کمبود یو جدي مسله ده.

هغه ښځې چې د جنگیالیو سره واده کوي د یو متاهل نارینه او یا د یوې ډلې ښځو له شتون پرته بهر ته د تللو اجازه نه لري او د وتلو په صورت کې باید سر تر پایه حجاب واغوندي که نه نو جزای یې په دورو وهل او یا هم هم له هغه څخه بدتر حالت دی.

یوه برتانیوي ښځه ساره خان چې د داعش سره د پیوستون ضد فعالینو د یوې ډلې مشري کوي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي دي چې د داعش تر سلکې لاندې د ښځو او نجونو ژوند سخت کنترولیږي. د هغې په وینا د هغوی اکثر نه پوهیږي چې سوریې سفر یې بیرته تگ نه لري.

یوه هالنډۍ ځوانه سترلینا پیتالو چې مسلمانه شوې او نوم یې عایشه ایښول شوی د سلگونو نجونو له ډلې څخه وه چې د داعش له لیکو سره د یوځای کیدو په هدف یې سوریې ته سفر کړی و. هغې په ٢٠١۴ کال کې د یو هالنډي جهادي سره واده وکړ.

عایشه له واده څخه څو میاشتې وروسته په سوریه کې بریالۍ شوه چې وتښتي او د رپوټونو له مخې مور یې هغه د سوریې او ترکیې د پولو په اوږدو کې موندلې او له ځانه سره یې هالند ته وړې ده. وروسته بیا هغه په هالند کې د یو ترهگر سازمان سره د پیوستون په خاطر ونیول شوه او پرته له کوم تور څخه د تیر کال د نومبر په میاشت کې خوشې شوه.

دوهمه ښځه چې د داعش د جنگیالیو له لاسه په تښته بریالۍ شوې، یوه ٢٥ کلنه ښځه برتانوۍ وه چې د خپل دوه کلن ماشوم سره د سوریې د رقه ښار ته ولاړه، خو د څو اونیو په تیریدو سره وروسته له دې چې په خپله خطا باندې پوه شوه د خپلې کورنۍ سره یې اړیکه ونیوله، ځان یې د ترکیې پولې ته ورساوه او پلار یې له هغه ځایه څخه هغه برتانیه ته ولیږدوله.

دا چې دغې ښځې څنگه وکړای شول د ترکیې او رقه ترمنځ ٢٥٠ کیلومیتره واټن ووهي څرگنده نه ده. خو دا ښځه چې نوم یې نه دی اخیستل شوی په برتانیه کې توقیف کیږي او بیا په ضمانت سره خوشې کیږي.

د لندن د کالج په کلینک کې څیړونکې جوانا کوک چې د ښځو او جهاد ترمنځ د اړیکو په هکله څیړنه کوي په دې باور ده چې اکثر ښځې ښایي له سوریې څخه تیښتې ته لیواله وي خو د هغې په وینا د فرار کولو په لارې باندې نه پوهیدل هغوی ته ستونزه رامنځ ته کړې.

پوښتنه داده چې آیا دغه ښځې او نجونې له پیله په دې پوهیږي چې له سرحد څخه له تیریدو او د داعش تر کنترول لاندې سیمې ته د داخلیدلو وروسته د انتخاب او خوښې لارې چارې څومره محدوده دي. د اویگنون په نامه د ۱۵ کلنې اروپایي نجلۍ قضیه چې د تردید او دوه زړه والي ښه مثال دی چې په سوریه کې د النصره جبهې له لیکو سره له یوځای کیدو وروسته ورته د بیرته تللو اجازه نه ورکول کیده.

هغه شبکې چې ښځې سوریې ته د تللو لپاره هڅوي ډیرې منظمې دي او هدف یې د څو ملتییز یا مختلفو قومونو د صفونو رامنځ ته کیدل دي او اروپایي ښځو او نجونو ته ځانگړی ارزښت ورکول کیږي. دغه پیغامونه د فیسبوک، تویتر او نورو ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي.

یوه ښه نمونه یې ١۴ کلنه فرانسوۍ نجلۍ امیلیا ده چې لومړی یې د داعش یو فرانسوی جنگیالی چې "تونی توکسیکو" نومیده د ٢٠١۴ کال د جنورۍ په ١۴ ورسره د فیسبوک له لارې تماس نیسي او دا نجلۍ وروسته له یوې میاشتې د هغه سره واده کولو ته حاضریږي. خو وروسته له هغې چې د لیون د ښار د هوایي ډگر مقامات سوریې ته د هغې د سفر مخه نیسي توکسیکو دغه ځوانه نجلۍ هڅوي چې د یو بل هلک سره واده وکړي.

امیلیا بلجیم ته تښتي او هلته د توکسیکو په سپارښتنه د یو الجزایري جهادي سره واده کوي. وروسته هغه بیرته فرانسې ته راځي او د یو شخص پر ضد محکمې کې دعوا کوي چې هغه یې تیښتولی وه. امیلیا په تیر ژمي کې د خپلې کورنۍ سره چل ول کوي د خپل الجزایري میړه په کمک چې د هغې دوه چنده عمر لري سوریې ته په فرار کولو بریالۍ کیږي.

یو فرانسوی قانون جوړونکی سبستیان پیتراسانتا چې د ځوانانو د غیر افراطي کولو په یو پروگرام بوخت دی، کورنیو ته زمینه تنگه گڼي. هغه وایي چې اوس افراطیتوب د کورني ماهول بهر او په مجازي نړۍ کې ترسره کیږي.

د سخت دریځو د جلب او جذب د تگلارې د ښه پیژندنې لپاره یوه فرانسوۍ خبریاله د خطر په قبلولو سره ځان دغو لارو ته نژدې کوي او د میلودي په نامه یو جعلي فیسبوک یې جوړوي. لږ وروسته په سوریه کې د داعش یو جنگیالی "بلال" د فیسبوک له لارې هغې ته د واده کولو وړاندیز کوي.

وروسته له هغې چې فرانسوۍ خبریاله په خپل جعلي فیسبوک کې د بلال وړاندیز ته علاقه نه ښي د یاد شوي جنگیالي له لورې په مرگ گواښل کیږي او پوره یو کال د پولیسو تر سختې څارنې لاندې وي.

په دې ترڅ کې امریکایي مقامات وایي چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې ښځو او نجونو په ځانگړې توگه اقلیتونو ته ژوند جنهم کړی دی.

د امریکایي مقاماتو په وینا د داعش جنگیالیو تیر کال په زرگونو ایزدي نجونې او ښځې تښتولي او د رپوټونو له مخې حتا پر اوه او اتو کلونو نجونو باندې یې تجاوز کړی دی.

زیات شمیر ایزدي نجونو ویلي دي چې د اسارت په ترڅ کې یې غوښتل ځانونه وژني تر څو د جنسي تیریو، اجباري ودونو او د مینځو په توگه له خرڅلاو څخه وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG