د لاس رسي وړ اتصالات

آیا طالبان او اسماعیل خان به پر سولې هوکړې ته ورسیږي؟


اسماعیل خان وایي حکومت نامشروع دی جهاديان باید مذاکره وکړي
اسماعیل خان وایي حکومت نامشروع دی جهاديان باید مذاکره وکړي

افغان جهادي مشر اسماعیل خان وایي چمتو دی چې د جهادي ټولنې په استازیتوب د طالبانو سره خبرې وکړي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان د پخواني جهادي مشر محمد اسماعیل خان او نورو جهادي مشرانو ته یې بلنه ورکړې چې په هیواد کې د جگړې د پای ته رسولو لپاره د هغوی د سیاسي دفتر سره په تماس کې شي.

په ظاهره دغه اعلامیه د محمد اسماعیل د تیرې اونۍ د پیغام په ځواب کې ده چې د هرات د حوت د ٢۴ د پاڅون د غونډې په ترڅ کې یې په پخپلو خبرو کې له طالبانو غوښتي وو چې که د حکومت د سولې خبرو ته ځواب نه وایي "د مجاهدینو د سترې کورنۍ" سره دې خبرو ته کښیني.

طالبانو د ١٣٩٦ کال په وروستۍ ورځ په پخپله اعلامیه کې وویل چې هغوی "د ټولو هغو هڅو هرکلی کوي د معضلې د اساسي حل لپاره په هیواد کې کیږي". هغوی همداشان ویلي چې د هغوی مشرتابه په تیرو ١٧ کلونو کې په خپلو پیغامونو کې تل پخوانیو جهادي مشرانو ته درناوی کړی او له هغوی یې غوښتي چې د "جهاد په سپیڅلي کتار" کې ودریږي.

د طالبانو د اعلامیې د خپریدو نه څو ساعته وروسته د هرات پخواني والي اسماعیل خان د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې دا لا ډیر ژر دي چې د طالبانو سره د مذاکره په اړه د خپل راتلونکي اقدام په اړه خبرې وکړي.

اسماعیل په خپلو خبرو کې په واضیح ډول وویل چې طالبان د افغانستان حکومت نامشروع بولي او په رسمیت یې نه پیژني او په هدمې وجه د سولې عالي شورا هم په رسمیت نه پیژني. د هغه په اند پدې صورت کې باید چې جهادیان د هغوی رسره د سولې په اړه مذاکره وکړي. اسماعیل هم افغان حکومت غیرمشروع بولي.

د هرات پخواني والي محمد اسماعیل خان وویل "لا ډیر ژر دي چې تصمیم ونیول شي چې څه باید وکړو. له وروڼو سره مشوره کوو او بیا به انشاالله چې تصمیم ونیسو".

XS
SM
MD
LG