په سوریې کې په یوې پوځي هوايي اډې باندې د اسرائيل له برید وروسته، ترکیې له اسرائیل غوښتي چې بې باکه بریدونه دې بند کړي او اسرائیل بیا ترکیه په خطرناکو اقداماتو تورنه کړې.
په سوريې کې د روانو چارو په اړه د اسرائيل او ترکیې ترمنځ مخکې هم ځينې سیاسي اختلافات وو، خو دغه اختلافات له هغه وروسته یو بل ته په ګواښونو او ډېر جنجال بدل شول، چې اسرائیل څو ورځې مخکې په سوریې کې د ابوالظهور هوايي اډه بمبار کړه.
اسرائیل وایي چې د ترکیې سرتېري په دغې هوايي اډې کې ځای په ځای کېدل او سوریه د ترکیې سرتېرو ته په دغه هېواد کې د دېره کېدو اجازه ورکوي. اسرائیل وايي چې ترکیې په دې اړه د هغوی خبرداری له پامه غورځولی و، چې داسې اقدام به د اسرائیل امنیت له خطر سره مخامخوي.
د اسرائيل د پنجشنبې په ورځ ترکیه په سوریې کې په خطرناک اقدام تورنه کړه.
د دفاع وزیر اسرائيل کتز په خپل ایکس کې لیکلي دي، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ترکیه په سوریې کې په یو خطرناک اقدام کې ښکېلوي او د ځان د دفاع په اړه د اسرائیل هوډ ازمايي.
خو ترکیې د اسرائيل دا ادعا رد کړې ده.
د ترکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د اسرائیل تر برید مخکې او د برید په مهال په سیمه کې د ترکیې کوم پوځي پلاوی نه و. هغوی له اسرائیل څخه غوښتي چې بې باکه بریدونه دې ودروي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني د چهارشنبې په ورځ اکسیوس رسنۍ ته ویلي دي، چې هغوی اسرائيل ته دا خبره روښانه کړې وه چې په سوریې کې د ترکیې د ځواکونو د دېره کولو هېڅ پلان نه شته.
هغه ویلي دي چې د ترکیې پوځي افسرانو تر برید څو ورځې مخکې دا ځای ولیده او دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو تجاربو د شریکولو یوه برخه ده.
هو، په ترکیې کې د متحدو ایالتونو سفیر او د سوریې او عراق لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي ټام براک په دې اړه غبرګون ښودلی دی.
هغه په خپل ایکس کې په دې اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي، چې د «الظهور په هوايي اډې باندې د اسرائیل برید د وضعیت یو بې ضرورته خرابوالی دی، چې د سیمې د ثبات په پرمختګ کې مرسته نه کوي.»
هغه لیکلي دي چې د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې حکومت تل څرګنده کړې ده چې له اسرائيل د شخړو کمول غواړي.
ټام باراک دخېلې غاړې هڅولي دي چې د پوځي پېښو د زیاتولو په ځای دې، منطقي بحثونو ته لومړیتوب ورکړي.
فورم \ دبحث خونه