د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل: د ایران په قونسلګرۍ باندې برید کې ترهګر وژل شوي، هیڅ دپلومات نه وو


په قونسلګرۍ باندې په هوایي برید کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو اوو غړي وژل شوي و چې دوه یې جګپوړي جنرالان هم و.
په قونسلګرۍ باندې په هوایي برید کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو اوو غړي وژل شوي و چې دوه یې جګپوړي جنرالان هم و.

د څه باندې دوو اوونیو راهیسې چې د سوریې په پایتخت دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې برید وشو او ایران یې ملامتي په اسرائیل واچوله، د اسرائیل یو جګپوړي نظامي چارواکي دوشنبه اپریل ۱۵ مه (وري ۲۷) د لومړي ځل لپاره پدې برید تبصره وکړله.

د اسرائیل د پوځ ویاند، جنرال ډانیال هګاري د ایران په قونسلګرۍ کې وژل شوي کسان "ترهګر" وبلل او زیاته یې کړه چې هیڅ کوم دیپلومات پکې ندی وژل شوی.

جنرال هګاري په قونسلګرۍ کې د وژل شویو کسانوپه هکله وویل، "هلته داسې کسان وو چې د اسرائیل دولت پر ضد د ترهګرۍ کړنو کې یې لاس درلود. تر کومه ځایه چې زه خبر یم، هیڅ دیپلومات هلته نه و."

د اسرائیل دې جګپوړي نظامي چارواکي په خپلو خبرو کې دا ونه ویل چې آیا برید د اسرائیل پوځ کړی که. د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ویلي و چې په برید کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو اووه غړي وژل شوي و چې دوه یې جګپوړي جنرالان و.

په قونسلګرۍ باندې حملې کې، برید جنرال محمد رضا زاهدي هم وژل شوی و.

د جنرال قاسم سلیماني څخه وروسته چې په ۲۰۲۰ کال کې په بغداد کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو، دی تر ټولو جګپوړی ایراني نظامي جنرال و چې په هوایي برید کې وژل کیږي.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو لوی درستیز، تورنجنرال حسین سلامي د په سوریه کې د وژل شویو سرتیرو د جنازې په مراسمو کې ویلي و چې د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد د "دښمن هیڅ کړنه به بې ځوابه پاتې نشي" او زیاته یې کړه چې "زمونږ زړه ور سړي به صیهونیستي رژیم (اسرائیل) ته سزا ورکړي".

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي. اسرائیل پدغو بریدونو کې د سوريي پوځي مرچلې او د ایران د ملاتړي حزب الله جنګیالي یې چې د دمشق او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس متحد دی، په نښه کړي دي.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG