د لاس رسي وړ اتصالات

یوه اسرائیلي شرکت خپل نوی الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ


هوايي موټر
هوايي موټر

د ( ایر) په نامه یوه اسرائیلي شرکت خپل الوتونکی موټر نندارې ته وړاندې کړ.

دغه موټر په ډیرې اسانۍ سره کنټرولیږي او په عمودي شکل باندې له ځمکې پورته کیږي او بیرته ښکته کیږي.

دغه اسرائیلي شرکت له دوو کلونو راهیسې د امریکا د هوايي‌ چلند له ادارې یا "FAA" سره همکاري کوي او تمه لري چې د ۲۰۲۳ کال ترپایه پورې د دغه موټر د پلورلو جواز ترلاسه کړي.

د دوه کسانو لېږدونکی دغه الوتونکی موټر (ایر ون) نومیږي، ۹۷۰ګیلوګرامه وزن لري او تر ۱۷۷ کیلومترو واټن پورې الوت کولای شي.

د ایر شرکت تیرکال له لس میلیونه امریکايي ډالرو څخه په کمو پیسو، د دغه موټر ازمایښتونه په کامیابۍ سره ترسره کړل او تمه لري چې تر ۲۰۲۴ کال پورې دغه موټر په امریکا کې خرڅلاو ته وړاندې کړي.

د دغه شرکت چارواکي وايي د «ایر ون»د موټر لومړنۍ نمونې د جوړېدو په حال کې دي او ښايي د ګران بیه موټر په قیمت وپلورل شي.

په څو وروستیو کلونو کې ډیرو شرکتونو د ښاري ترانسپورت په برخو کې چې اوسمهال ډیر خلک ورسره علاقه لري، پانګونه کړېده، او څو شرکتونه د امریکا د هوايي‌ چلند له فدرالي ادارې څخه د جواز د ترلاسه کولو لپاره په تماس کې دي.

د ایر شرکت مسئولین وايي، د دغه شرکت الوتونکي موټر به په تجارتي شرکتونو باندې نه بلکه په عادي خلکو او د شخصي استفادې لپاره وپلورل شي او اخېستونکي به د ځانګړو سافټویرونو په کارولو سره، دغه موټر کنټرولوي او د پیلوټۍ تمرین ته به ضرورت نه لري.

په امریکا کې د هوا، ازادې فضا ته کتو سره، متحده ایالات کېدی شي د ایر شرکت د الوتونکو موټرو د پلور غوره مارکیټ شي. دغه اسرائیلي شرکت وړاندوینه کوي چې ښايي په کال کې تر ۱۵ زرو دا ډول موټر وپلوري.

XS
SM
MD
LG