د لاس رسي وړ اتصالات

په غزې کې د اسرائیل په تازه هوایي بریدونو کې ۳۳ تنه وژل شوي


د اسرائیل او حماس تر منځ د دوشنبې د ورځې راپدیخوا جګړه روانه ده.
د اسرائیل او حماس تر منځ د دوشنبې د ورځې راپدیخوا جګړه روانه ده.

د غزې د روغتیایي چارو مسؤلین وایي د اسرائیل په هوایي بریدونو کې نن یکشنبه، مې ۱۶ (غوایي۲۶) لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي چې ۱۳ یې ماشومان دي.

دا اوومه ورځ ده چې د اسرائیل او د فلسطین د وسله والو ډلو تر منځ جګړه روانه ده.

په غزې کې چارواکو ویلي چې د اسرائیل توغندي چې د لمر خاته نه وړاندې توغول شوي و د خلکو په کورونو لګیدلي، خو د اسرائیل پوځ وایي چې پدې هکله معلومات راټولوي چې معلومه کړي توغندي چیرته لګیدلي.

همدارنګه ویل کیږي چې د حماس د توغندیو په بریدونو کې په اسرائیل کې ۱۰ تنه وژل شوي چې دوه یې ماشومان وو.

د حماس او اسرائیل تر منځ جګړه د همدې تیرې دوشنبې د ورځې راپدیخوا پیل شوي او داسې هیڅ نښې نښانې نشته چې د جګړې بندیدل څرګند کاندي. دواړو خواوو ویلي چې سرحدي حملې به روانې ساتي.

د اسرائیل پوځ همدارنګه تیره ورځ په غزې کې یوه ۱۲ پوړیزه ودانۍ چې د الجزیرې تر څنګ د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس هم په کې دفترونه درلودل، ړنګ کړ.

د اسرائیل پوځ وایي چې دا ودانۍ "مشروع نظامي" هدف و ځکه چې د حماس ډلې پوځي دفتر هم پکې دی، خو د اې پي خبري اژانس د دې برید د غندلو تر څنګ له اسرائیل نه غوښتي چې په ودانۍ کې د حماس د شتون په هکله دې شواهد وړاندې کړي.

اې پي په یوې اعلامیې کې ویلي: "مونږ هیڅ داسې نښې نښانې ندي لیدلي چې حماس دې پدې ودانۍ کې وي یا دې فعالیت ولري."

سپینې ماڼۍ هم په غزه کې د الجزیره د خبري شبکې او اسوشیتد پرس په دفترونو باندې د برید په هکله اسرائیل ته خبرداری ورکړی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي تیره ورځ په یو ټویټ کې لیکلي وو: "مونږ په مستقیمه د اسرائیلیانو سره خبرې وکړې، چې د خبریالانو او خپلواکو رسنیو د مصونیت او امنیت تضمین تر ټولو وړاندې مسولیت دی."

ملګرو ملتونو بیا په مطبوعاتو او ملکي خلکو بریدونه د نړیوالو قوانینو نه سرغړاونه بللې. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش په یوې اعلامیې کې ویلي، "

د اسرائیل پوځ بیا ویلي چې په ودانۍ د برید په بدل کې حماس په اسرائیل ۱۲۰ توغندي وار کړي چې اکثریت یې شنډ شوي او نور یې خپل هدف ته ندي رسیدلي.

د اسرائیل او حماس تر منځ جګړو پداسې حال کې زور اخیستی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي چې نن د دې وضعیت د څیړلو په خاطر غونډه کوي.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان بیړنۍ غونډه

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ د سازمان ۵۷ غړو هیوادونو نن د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوایي ۲۶) د اسرائیل او حماس ترمنځ د سختې جګړې په اړه بیړنۍ غونډه پرانستله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پدغه غونډه کې وویل: «د فلسطین د خلکو حالت نن ورځ د اسلامي نړۍ یو ټپ دی چې وینې ترې څاڅي.»

د غونډې په پیل کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر پداسې حال کې چې پر غزه باندې یې د اسرائیل بریدونه «ډارنه هڅه» وګڼله وویل چې دوی به «د ژوند تر پایه مقاومت وکړي.»

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د سخت دریځ په غوره کولو سره وویل چې: «یواځې اسرائیل په ختیځ بیت المقدس، غربي غاړه او غزه کې د وروستيو شخړو د پراخیدو مسول دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف اسرائیل په «نسل وژنه او د بشرین پر ضد په جنایت» تورن کړ او وویل چې: «اسرائیل یواځې د مقاومت په ژبه پوهیږي او د فلسطین خلک په بشپوه توګه د خپل ځان نه د دفاع حق ته ژمن دي.»

د فرانسې خبري اژانس د رپوټ له مخې پداسې حال کې چې عربي ټولنه او د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان لا هم پدې نظر دي چې د فلسطین ولس باید خپل خپلواک دولت ولري، اسرائیل پدې وروستیو کې ددغه سازمان د څو غړو هیوادونو سره د په رسمیت پیژندلو معاملې لاس لیک کړي دي.

دا او همداشان د حماس په اړه ددی سازمان د ځینو غړو اندیښنه د اسرائیل د بریدونو پر وړاندې ددې سازمان د څو لسیزو دمخه غبرګون په پرتله اوسنی غبرګون یو څه نرم دی.

XS
SM
MD
LG