د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائیل او د لبنان د حزب الله‌ ترمنځ نښتې شوي


د لبنان او اسرائیل سرحدي سیمه
د لبنان او اسرائیل سرحدي سیمه

د اسرائیل پوځ او د لبنان د حزب الله ځواکمنې ډلې د شنبې په ورځ، نومبر څلورمه (لړم ۱۳) په سرحدي سیمې کې نښتې وکړې او دواړو خواوو ادعا کړې چې د پولې په اوږدو کې یې د یو بل پوستې په بریالیتوب سره په نښه کړي دي.

دا نښتې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د جمعې په ورځ پر لبنان باندې د اسرائیل د بریدونو په وړاندې خبرداری ورکړ او ویې ویل: "ټول انتخابونه" د میز پر سر کې دي او "د یوې څرګندې شخړې احتمال شونې دی."

حسن نصرالله همداشان خبرداری ورکړ چې که اسرائیل د فلسطین پر خاوره خپل یرغلیز بریدونه ونه دروي، د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس تر منځ جګړه به په سیمه ییزه شخړه بدله شي.

د اسرائیل پوځ د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، د هغه برید وروسته یې چې له لبنان څخه پیل شوی و "دوه تروریستي مرکزونه" او د حزب الله یوه پوسته په نښه کړې ده.

د دغې اعلامیې له مخې د اسرائیل پوځ د هاوان ډزو ته چې له لبنان څخه د اسرائیل د شمال په لور توغول شوی وو، ځواب ویلی او د حزب الله په دغه برید کې هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په ورته وخت کې د لبنان حزب الله چې د ایران له ملاتړه برخمن دی، ویلي چې د پولې په اوږدو کې یې پر پنځو اسرائیلي پوستو بریدونه کړي دي.

څو ساعته وروسته دغې ډلې په العباد سیمه کې د اسرائیل پر پوستو د نوي برید خبر ورکړ، خو دا یې څرګنده نه کړه چې په دې سیمه کې یې له کومې وسلې کار اخیستی دی.

د اسرائیل پوځ په یو جلا بیان کې، ویلي چې د دوی جنګي الوتکو د حزب الله "ترهګریز هدفونه" په نښه کړي. په دغو بریدونو کې له ټانکونو او توپونو هم کار اخیستل شوی دی. د اسرائيلي مقاماتو په وينا، په دغو بريدونو کې د دې ډلې بنسټيز تاسيسات، د راکټ زيرمې او يو پوځي مرکز په نښه شوى دى.

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګلانت د شنبې په ورځ په شمالي سرحد کې له سرتیرو سره لیدنه وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې اسرائیل په دې سیمه کې په جګړه کې ښکیلتیا ته هیڅ لیوالتیا نه لري.

ګلانت په اعلامیه کې زیاته کړې چې: "خو موږ هر ډول ماموریت ته چمتو یوو."

په دې اعلاميه کې ګلانت په ټینګار سره وويل چې په غزې تړانګه کې "يحيي سنوار [په غزه کې د حماس مشر] تېروتنه وکړه او په غزه کې د حماس د برخليک وټاکه."

د اسرائیل د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله "یوه تېروتنه" وکړي، دا ډول تېروتنه به "د لبنان برخلیک وټاکي."

په تیره یوه میاشت کې د اسرائیل او لبنان پوله د اسرائیلي پوځ او د لبنان د حزب الله ترمنځ د راکټونو د تبادلې شاهده وه.

نصرالله پر اسرائیل باندې د حماس د اکتوبر د اوومې نیټې د برید او د حماس په وړاندې د اسرائیل د غبرګون وروسته په خپله لومړنۍ ټلویزیوني وینا کې وویل: "د لبنان په محاذونو کې ټول انتخابونه ترلاس لاندې دي" او زیاته یې کړه چې "موږ هغه دښمن ته چې په لبنان باندې د برید کولو یا مخکې له مخکې د احتمالي عملیاتو په اړه فکر کوي وایو چې دا به د هغه د شتون ترټولو لوی تیروتنه وي."

د لبنان د حزب الله مشر دا هم وویل چې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې چې د اکتوبر په اوومه نیټه پیل شوې، متحده ایالات په غزه کې د جګړې "بشپړ مسؤل" دی.

نصرالله زیاته کړه: "امریکا په بشپړه توګه د غزې د اوسنۍ جګړې او د هغه د خلکو مسووله ده او اسرائیل یوازې د دې جګړې د پرمخ بیولو وسیله ده." هغه دا هم وویل چې متحده ایالات "د اوربند او د یرغل د پای ته رسیدو په وړاندې خنډ دی."

پر اسرائیل باندې د حماس ډلې د اکټوبر د میاشتې د اوومې نیټې له بریدونو وروسته اسرائیل د غزې په تړانګه باندې د غچ اخیستلو لپاره سخت هوايي، توپچي او اوس ځمکني بریدونه پیل کړي دي. د اسرائیلي مقاماتو په وینا د حماس په برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۴۰ زیات کسان یرغمل نیولي دي.

په همدې حال کې د غزې د روغتیا وزارت چې د حماس تر کنترول لاندې دی، ویلي دي چې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې تر اوسه د ۳۷۶۰ ماشومانو او سلګونو ښځو په ګډون له ۹۴۰۰ زیات فلسطینیان وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG