د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیلی وزیر چې په غزه یې د اټومي بم کارول مطرح کړي وو، له حکومتي غونډو منع شو


امیهای الیاهو، د اسرائیل د میراث وزیر
امیهای الیاهو، د اسرائیل د میراث وزیر

د اسرائیل د صدراعظم دفتر د یکشنبې په سهار نومبر پنځمه (لړم ۱۴) اعلان وکړ چې بنیامین نتنیاهو د میراث وزیر امیخای الیاهو تر بلې خبرتیا پورې په دولتي غونډو کې له ګډون څخه منع کړ.

الیاهو، چې د نتانیاهو د واکمن ایتلاف غړی دی، د اسرائیل «کل براما» رادیو سره په مرکه کې ویلي، چې هغه په فلسطینی سیمو کې د اسرائیل د غچ اخیستنې له کچې څخه په بشپړه توګه راضي نه دی، سره له دې چې پدې بریدونو کې د حماس د چارواکو په وینا تر اوسه له ۹۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د اسرائیلي مقاماتو په وینا، د اکتوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس په برید کې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

الیاهو د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به په غزه کې د اټومي بم د غورځولو ملاتړ وکړي چې ټول په کې ووژل شي، وویل، "دا یو اختیار دی" خو بیا له خپلې خبرې په شا شو.

اسرائیل هیڅکله په عامه توګه دا نه ده منلې چې اټومي وسلې لري.

په دې اړه او د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت وزیران وايي چې د بنیامین نتنیاهو لخوا د کابینې له غونډو څخه د میراث د وزیر ځنډول "بې معنی" دي.

د اسرائیل "وای نت" خبري وېبپاڼې د کابينې د يو وزير له خولې د هغه د نوم له يادولو پرته ليکلي: "دا يوه ټوکه ده، په هر حال، د کابينې غونډې په ندرت سره په حضوري توګه ترسره کېږي او ډېری چارې له لرې او د ټیلیفون له لارې ترسره کېږي."

د اسرائیل د حکومت د مخالف سیاسي اپوزیسیون مشر یایر لاپید هم نن د غزې په تړانګه کې د اټومي بم د غورځولو د احتمال په اړه د میراث د وزیر امیخای الیاهو څرګندونې وغندلې او دا یې د "یو غیر مسوول وزیر وحشتناکه او لیونۍ څرګندونې" وبللې.

لاپید وویل، "هغه [په غزه کې د ۲۴۱ یرغمل شویو کسانو] کورنیو ته سپکاوی وکړ، د اسرائیل ټولنه یې په غوسه کړه او زموږ نړیوال موقف یې زیانمن کړ."

هغه وویل، "زموږ په حکومت کې د سخت دریځو شتون د جګړې د اهدافو بریالیتوب، چې د حماس ماتول او د یرغمل شویو بیرته ستنیدل دي له خطر سره مخامخ کوي."

لاپيد له کابينې څخه د ميراث د چارو د وزير د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

د همدې راپور له مخې، د کابینې غونډه چې ټاکل شوې وه نن ترسره شی، پرته له دې چې بله نیټه وټاکل شي، لغوه شوه.

په دې راپور کې د فرانس پرس له معلوماتو کار اخیستل شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG