د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې د نوي حکومت جوړیدل؛ د نتنیاهو د ۱۲ کلنې واکمني پای


د اسرائیل نوی صدراعظم نفتالي بنیت
د اسرائیل نوی صدراعظم نفتالي بنیت

د اسرائیل پارلمان نوي حکومت ته د باور رایه ورکړه او ددې هیواد دمخکني صدراعظم بنیامین نتنیاهو ۱۲واکمني او هغه سیاسي کړکړیچ پای ته ورسید چې په اسرائیل کې د څلورو انتخاباتو سبب شوی و.

د هغې رایې اچونې له مخې چې د یکشنبې د ورځې جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) مازدیګر وشوه د ښاغلي نتنیاهو مخکنی سلاکار او د یو کوچني سختدریځه ملتپاله ګوند مشر نفتالي بنیت د اسرائیل نوی صدراعظم وټاکل شو.

ښاغلي بنیت د باور د رایې له اخیستلو دمخه پارلمان ته په وینا کې وویل چې نوی ایتلافي حکومت په هیواد کې د کړکیچن حالت د پای ته رسیدو لپاره ضروری دی. هغه وویل: "مونږ د هیواد کاروان په کړنګ کې ترغوځېدو مخکې ودراوه. وخت رارسیدلی چې د خلکو له ټولو پرګنو څخه مختلف مشران دغه لیونتوب بند کړي."

د اسرائیل د نوي حکومت د دوام او انسجام په صورت کې چې د ښي اړخو، څځه نیولې تر چپي، منځپالو ګوندونو پورې په کې ګډون لري د دوو لومړیو کلونو وروسته به دوه کاله نور د یو منځلاري ګوند مشر د اسرائیل و صدراعظم په توګه دنده ترسره کړي.

په اسرائیل کې اته سیاسي ګوندونه چې کوچنۍ عربي ډلې هم پکې شاملې دي، په نوي واکمن ائتلاف کې دي. دوي ټول د صدراعظم بنیامین نتنیاهو خلاف دي.

دوي ښایي منځلارې اجنډا تعقیب کاندي چې د فلسطین سره د ستونزو کیمدل غواړي او پرته د کوم ستر نوښت کولو، د امریکا د متحده ایالاتو سره هم ښې اړیکې وپالي.‌

خو بلخوا بیا صدراعظم بنیامین نتنیاهو لا هم په پارلمان کې د اسرائیل تر ټولو د ستر ګوند مشري کوي او تمه کیږي چې د نوي حکومت د جوړیدو سره به جدي مخالت څرګند کړي.

که د ښاغلي نتنیاهو پر ضد د جوړي شوي ائتلاف یو ګوند هم د ائتلاف نه ووځي، په پارلمان کې اکثریت د لاسه ورکوي او د له منځه تلو د خطر سره مخ کیږي چې دا کار بنیامین نتنیاهو ته بیا واک ته د رسیدو فرصت په لاس ورکوي.

نوي حکومت همدارنګه ویلي چې د وفادارۍ د لوړې نه وروسته همدا نن ماښام خپله لومړنۍ رسمي غونډه هم کوي.

XS
SM
MD
LG