د لاس رسي وړ اتصالات

نتنیاهو: ترڅو چې حماس له منځه نه وي تللی سوله به ونه کړم


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

په داسې حال کې چې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ د اوربند لپاره د نړیوالو غوښتنه ورځ تر بلې زیاتیږي، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه کړې چې تر هغه به سوله ونه کړي، تر څو چې حماس له منځه نه وي‌ تللی.

نتنیاهو د دوشنبې په ماښام، وال سټریټ ژورنال ته په یوه مطلب کې لیکلي: "حماس باید له منځه یوړل شي، غزه باید غیر پوځي شي، او فلسطیني ټولنه باید له افراطیت څخه پاکه شي. دا د اسرائیل او په غزه کې د هغه د فلسطیني ګاونډیو ترمنځ د سولې لپاره درې شرطونه دي."

نتنیاهو وړاندې لیکلي، چې د روانې جګړې له پای ته رسیدو وروسته به اسرائیل د "راتلونکي" لپاره د غزې امنیتي مسولیت په غاړه واخلي او د دې سیمې شاوخوا به "موقتي امنیتي سیمه" جوړه کړي.

په ورته وخت کې د اسرائیل پوځ د سې شنبې په ورځ، ډسمبر ۲۶ (مرغومی پنځمه) وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د غزې په مرکزي او جنوبي سيمو کې د حماس د تونلونواو مورچلو په ګډون تر سلو زيات هدفونه په نښه کړي دي.

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس ډلې له برید وروسته، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ۱۱۴۰ کسانو د وژل کېدو او تر ۲۴۰ ډېر نورو کسانو د یرغمل کېدو لامل شو، اسرائیل پر غزې په پرله پسې توګه هوايي او ځمکني بریدونه کړي، چې د فلسطیني چارواکو په وینا په دغو بریدونو کې تر اوسمهاله نږدې ۲۱ زره کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي، خو دا ارقام کومې خپلواکې سرچینې ندي تائید کړي.

د اسرائیل او حماس تر منځ د یوې اوونۍ اوربند په ترڅ کې چې د ډسمبر په لومړۍ نېټه مات شو، د حماس ډلې له خوا تر سلو ډېر یرغمل شوي کسان خوشي شول. اسرائیل هم نږدې ۲۴۰ فلسطینیان خوشې کړل. خو د اسرائیلي چارواکو په وینا، اوس هم ۱۲۹ تنه یرغمل د حماس په بند کې دي.

نتنیاهو د دوشنبې په ورځ په غزه کې له اسرائیلي پوځیانو سره وکتل او بیا یې د محافظه کار لیکود ګوند یوې غونډې ته وویل: "موږ نه دریږو... په راتلونکو ورځو کې به جګړه لا پسې پراخه کړو."

خو بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په غزه کې روغتیايي بسنټونه د بشپړ ویجاړیدو په حال کې دي. دغه سازمان همدارنګه د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د غزې د ۲.۴ میلیونه نفوس څخه ۱.۹ میلیونه وګړي د ژمي په سړه هوا کې له خپلو کورونو بې ځایه شوي او په مؤقت خوندي ځایونو او تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د اسرائیل هارتز ورځپاڼې په یو خبر کې لیکلې، چې نتنیاهو د لیکود ګوند غړو ته ویلي چې له غزې څخه اسرائیل ته د فلسطیني ملکي وګړو د پخپلې خوښې مهاجرت ملاتړ کوي.

خو حماس د نتنیاهو دغه څرګندونې "بې بنسټه" بللې او په یو بیان کې ویلي، چې فلسطینیان نه غواړي له خپلو مینو څخه ولاړ او یا بې ځایه شي. په بیان کې ویل شوي: " تبعید یا شړل ناشونې دی؛ یواځینۍ لاره په خپله خاوره کې پاتې کیدل دی."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG