د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرائيلي سرتېرو تلفات؛ نتنیاهو وايي د غزې جګړه په 'درنه بیه' تمامیږي


د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو نن یکشنبه دسمبر ۲۴ (مرغومي دریمه) وویل چې اسرائیلي پوځیان د غزې په جګړه کې 'ډیره درنه بیه' ادا کوي.

په همدې حال کې د اسرائیل د پوځ د معلوماتو له مخې په غزه کې له حماس ډلې سره د جګړې په ترڅ کې د جمعې له ورځې راهیسې لږ تر لږه ۱۴ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

نتانیاهو وویل: "دا جګړه خورا درنه بیه غواړي ... خو موږ له جګړې پرته بله لاره نه لرو. موږ به تر پایه بریا ته د رسیدو پورې په ټول ځواک دوام ورکوو تر څو پورې چې خپلو ټولو اهدافو ته ورسیږو: د حماس ختمول، د یرغمل شویو بیرته راستنیدل او دا یقیني کول چې غزه بیا هیڅکله د اسرائیل هیواد ته ګواښ نه شي."

د اسرائیل صدراعظم زیاته کړه چې دا باید ټولو ته څرګنده وي چې دا جګړه به اوږده وي.

دا پداسې حال کې دي چې د جګړې د درولو او د دایمي اوربند لپاره د هڅو په اړه نړیوال فشارونه زیات شوي دي.

پر غزې د اسرائیل د پوځي عملیاتو له پیل راهیسې په فلسطیني خاوره کې ۱۵۳ اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ له دوه نیمو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده. فلسطیني چارواکو ویلي دي چې په دې موده کې پر غزې د اسرائیل په بریدونو کې ۲۰۲۵۸ فلسطینیان چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي وژل شوي دي.

د حماس ډلې پرون وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسرائیل د بریدونو په ترڅ کې تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې امریکا یو ځل بیا له اسرائیل غوښتي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره نور اقدامات وکړي.

اسرائیل هم ویلي چې د حماس لخوا د اکتوبر د اوومې په برید کې په اسرائیل کې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG