د لاس رسي وړ اتصالات

اسرایل په سوریه کې دننه پر داعش بمبار کړی دی


اسریایل وايي په دغه برید کې کوم اسرایلي سرتیری وژل شوی او ژوبل شوی نه دی
اسریایل وايي په دغه برید کې کوم اسرایلي سرتیری وژل شوی او ژوبل شوی نه دی

د اسرایلو پوځي چارواکي وايي الوتکو یې په سوریې کې دننه د داعش پر هغه ګاډي بمبار کړی او ختم کړی یې دی چې ماشین ګڼ په کې اېښودل شوی و.

دا برید د یکشنبې په ورځ له هغه وروسته وشو چې د ګولان د غرونو په لوړو کې د اسرایلو پر یوې پوځي ګزمې برید وشو. اسرایل وايي په متقابل هوايي برید کې د داعش څلور مشکوک جګړه ماران وژلي دي.

اسوشیټډ پرس وايي سره له دې چې په سوریې کې له کلون راهېسې جنګ روان دی، خو پر اسرایلو یې ډېر بد تاثیر نه دی کړی، مګر د یکشنبې د ورځې برید او بمبار د خپل ډول بېسارې پېښه وه.

د اسرایلو د پوځ یو چارواکي پېټر لېرنر وویل چې پر پوځ له برید وروسته اسرایلي ځمکنیو ځواکونو هم ډزې وکړې، خو وروسته بیا الوتکو بمبار وکړ.

هغه وايي په دغه برید کې کوم اسرایلي سرتیری وژل شوی او ژوبل شوی نه دی. د اسرایلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د دغه برید امر کړی و.

اسرایلو په ۱۹۶۷ کال کې له سوریې نه د ګولان د غرونو لوړې څوکې ونیولې او له هماغه وروسته دواړه هېوادونه له یو بل سره دښمنان دي.

XS
SM
MD
LG