د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل په ځوابیه بریدونو کې لبنان او غزه په نښه کړل 


د لبنان له خاورې څخه د اسرائیل پر لور د ۳۴ توغندیو له توغولو وروسته، د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ اپریل اوومه (وري ۱۸) د غزې په تړانګه او لبنان باندې ځوابي هوایي بریدونه پیل کړل.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې وویل چې دغه بریدونه د اسرائیل پر وخت د سهار په ۴:۳۰ بجو پیل شوي او په غزه او د لبنان جنوب کې یې هدفونه ویشتلي دي.

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لبنان له خاورې څخه د اسرائیل په لور څه دپاسه ۳۰ راکټونه توغول شوي چې دا په ۲۰۰۶ کال کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د ۳۴ ورځنۍ جګړې راهیسې د پولې په اوږدو کې د تاو تریخوالي ترټولو لویه پیښه ده.

د اسرائیل د پوځ ویاند ریچارډ هېکټ د بریدونو پړه په فلسطیني ډلو اچولې او ویلي یې دي دوی پوهیږي چې "په یقین سره دا د فلسطینیانو ډزې دي."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ په لبنان باندې د بریدونو د اعلانولو نه مخکې وویل: "د اسرائیل ځواب به نن شپه او په راتلونکي کې درندې پایلې ولري."

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګالانت ویلي دي: «د اسرائیل دفاعي تشکیلات په هره جبهه کې له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره چمتو دي.»

د اسرائیل پوځ ویلي دي چې حماس ته به اجازه ورنکړي چې له لبنان څخه فعالیت وکړي او لبنان به "د هرې مرمۍ چې د دې هیواد له خاورې څخه توغول کیږي، مسؤل وي."

حماس ویلي چې دوی په دې اړه معلومات نه لري چې له لبنان څخه راکټونه چا توغولي، خو د غزې د بمبارۍ په اړه یې ویلي چې اسرائیل "د دې تیري او د هغه د پایلو مسؤل دی" او په ټولو فلسطیني ډلو یې غږ کړی چې د "اشغال" پروړاندې متحد شي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو لنډمهاله ځواک (یونیفل) چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې ګزمې کوي، پر لبنان د اسرائیل له وروستي برید وروسته د زغم غوښتنه وکړه.

دغو ځواکونو په یوه اعلبامیه کې ویلي، "دواړو خواوو [لبنان او اسرائیل] ویلي چې دوی جګړه نه غواړي. د تیرې ورځې کړنې خطرناکې وې او د جدي زیاتوالي خطر لري."

د لبنان سرپرست صدراعظم نجیب میقاتي هم د پنجشنبې په ورځ له خپل هیواد له لورې هر ډول "تاوتریخوالی" رد کړ.

د الاقصی جومات پېښه

په سیمه کې نښتو هغه مهال زور واخیست چې اسرائیلي پولیسو د چهارشنبې په ورځ اپریل پنځمه په بیت المقدس کې الاقصی جومات ته ننوتل او له مسلمانانو سره یې نښته وکړه.

د اسرائیل پولیسو ویلي چې دوی جومات ته د "بلواګرو" د لرې کولو لپاره ننوتي وو، هغه اقدام چې د حماس د سخت دریځې اسلامي ډلې لخوا "بې ساري جرم" بلل شوی دی.

الاقصی جومات چې د بیت المقدس په ختیځ کې موقعیت لري، په تیرو وختونو کې هم په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ د شخړو شاهد و.

الاقصی جومات د هغه ځای دپاسه جوړ شوی چې یهودیان یې د معبد غر د یهودانو ترټولو سپیڅلی عبادت ځای بولي.

تازه تاوتریخوالی په داسې حال کې رامنځته کیږي چې یهودیان د چهارشنبې په شپه د فصح اختر ته تیاری نیسي. په تېرو کلونو کې د مسلمانانو کوچنی اختر، د یهودانو اختر او د عیسویانو اختر په ورته وخت کې راغلي وو چې د بیت المقدس په ښار کې د الاقصی جومات په شاوخوا کې د نښتو لامل شوی و.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.

XS
SM
MD
LG