په سوریه کې د جګړې د څار یوه اداره وايي، د دغه هېواد د پایتخت دمشق جنوب لور ته د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) د اسرائیل په برید کې د ایران پلوه جنګیالیو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي.
د ایران رسنیو ویلي چې په برید کې "د ایران مشورتي مرکز" په نښه شوی دی.
په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې مشر رامي عبدالرحمان وویل: "د اسرائیل په برید کې د حزب الله او د ایران د سپاه پاسداران یو مرکز په نښه شوی او د ایران پلوه وسله والو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي."
هغه زیاته کړه چې دغه برید دمشق ته څېرمه د سیده زینب په سیمه کې شوی او سمدستي په پیښه کې د ملکي تلفاتو د اوښتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د راميعبدالرحمان په خبره، په وژل شویو کې دوه د سوریې وګړي شامل دي، چې یو یې د یو ایراني افسر امنیت ساتونکی و.
د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې "صهیونیستي رژیم [اسرائیل] د سیده زینب په سیمه کښې د ایران مشورتي مرکز په نښه کړی."
د سوریې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پوځي سرچینو په حواله ویل شوي چې "د ماسپښین شاوخوا یوه بجه، اسرائیلي دښمن په هوايي بریدونو کې د دمشق په جنوب کې یو شمیر نقطې په نښه کړې."
په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې دغه خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې په برید کې "یو شمېر ایراني مشاورین" او ملکي وګړي هم وژلي او مالي زیانونه یې اړولي خو له پوسټ څخه وروسته د ایراني مشاورینو حواله لیرې کړل شوه.
د دسمبر په وروستیو کې د سیده زینب په سیمه کې په یو هوايي برید کې یو لوړ پوړی ایرانی جنرال رازی موسوی وژل شوی و، او د برید پړه پر اسرائیل اچول شوې وه.
دا د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې، د عراق په پایتخت بغداد کې د متحده ایالاتو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني له وژل کیدو راهیسې، ترټولو لوړ پوړی ایرانی جنرال و چې له هیواد څخه بهر ووژل شو.
څارونکې ادارې ویلي، د جنورۍ په ۲۰مه د دمشق په المزه سیمه کې د سپاه پاسداران پر دغه مشر په برید کې ۱۳ کسان ووژل شول.
سپاه پاسداران په دغه برید کې د خپلو پنځو غړو د وژل کېدو پخلی کړی، او پړه یې پر اسرائیل اچولې ده.
فورم \ دبحث خونه