د لاس رسي وړ اتصالات

پر غزې ځمکنی یرغل؛ اسرائیل وايي ټانکونو یې 'هدفي بریدونه' کړي


اسرائیل وايي‌ ځواکونه یې د ټانکونو په مټ د غزې په شمال کې له "هدفي بریدونو" کولو وروسته له سیمې وتلي دي.
اسرائیل وايي‌ ځواکونه یې د ټانکونو په مټ د غزې په شمال کې له "هدفي بریدونو" کولو وروسته له سیمې وتلي دي.

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۶ (لړم څلورمه) وويل، پر غزې باندې د ځمکني یرغل د تیاري په لړ کې یې ټانکونو بیګا شپه په شمالي غزه کې ''هدفي بریدونه" ترسره کړي دي.

پوځ وویل: "د جګړې د راتلونکو مرحلو لپاره د چمتووالي د یوې برخې په توګه، د اسرائیل دفاعي ځواکونو د شپې په اوږدو کې، د غزې په شمال کې د ټانکونو په کارولو سره هدفي برید ترسره کړ... سرتیري د برید په پای کې له سیمې څخه ووتل."

د چهارشنبې په ورځ ناوخته، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې د حماس تر کنټرول لاندې غزې باندې د درنې بمبارۍ تر څنګ ، "موږ د ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسو."

د اکتوبر په اوومه، د حماس وسله وال له غزې څخه اسرائیل ته ننوتل، د اسرائیلي چارواکو په وینا، ۱۴۰۰ کسان یې ووژل چې ډیری یې ملکي وګړي وو، او ۲۲۲ نور یې وتښتول.

په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو شمیرو له مخې، پر غزې باندې د اسرائیل په بمباریو کې تراوسه لږ تر لږه ۶۵۰۰ کسان وژل شوي دي.

د اسرائیل د پوځ په وینا، د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې یې، "عسکرو د جګړې د ډګر د چمتو کولو لپاره د عملیات په ترڅ کې په ګڼ شمیر ترهګر، د ترهګرو زیربناوې او د ټانک ضد توغندیو ویشتلو پوستې په نښه کړي دي."

د پوځ یو ویاند فرانس پرس خبري اژانس ته تائید کړه چې دا لومړی ځل نه دی چې اسرائیلي عسکر او ټانکونه د اکتوبر له اوومې راهیسې د هدفي یرغلونو دپاره غزې ته ننوتلي دي.

د ملګرو ملتونو اندېښنې

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په غزه کې "هیڅ ځای خوندي نه دی،" په داسې حال کې چې اسرائیل پر غزه باندې ځمکني یرغل ته د تیاري په موخه هوایی بریدونو ته زور ورکړی دی.

د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې لین هستینګز په یو بیان کې وویل: "خلکو ته د ژوند کولو هیڅ لار نه ده پرېښودل شوې. په غزه کې هیڅ ځای خوندي نه دی پاتې."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG