د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د اسراییل لومړی وزیر"غل" او "مستبد" وباله


د ترکیې او اسراییل روابط په دې وروستیو کې خراب شوي دي
د ترکیې او اسراییل روابط په دې وروستیو کې خراب شوي دي

د ترکیې او اسراييلي مشرانو ترمنځ د لفظي شخړو په لړ کې رجب طیب اردغان، بنیامن نتنیاهو په "غلا" او "استبداد" تورن کړ.

دا لفظي شخړې له هغې وروسته پیل شوې چې د ښاغلي اردوغان ویاند د اسراييل د لومړي وزیر هغه څرګندونه "نژادپالنه" وبلله چې، اسراییل یوازې د یهودانو هېواد دی.

د دغه خبرو په ځواب کې ښاغلي نتنیاهو د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان "دیکتاتور" وباله او د ترکیي پر حکومت یې د "خبریالانو د نیولو له کبله" کلکې نیوکې وکړې.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ (مارچ۱۳) په یوې ټاکنیزې غونډې کې د ښاغلي نتنیاهو څرګندونو ته په اشارې وویل " هغه یو غل دی چې د اسراييل مشري یې په لاس کې نیولې ده."

هغه نتنیاهو ته په خطاب کې وویل " تاسو یو مستبد یاست. داسې مستبد چې اوه کلن فلسطیني ماشومان وژني."

اسرايیل او ترکیه یو مهال سره ډېر نژدې ملګري وو، خو له کومې ورځې چې ښاغلی اردوغان واک ته رسېدلی د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوي دي.

XS
SM
MD
LG