د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل کې لسګونه کسان تر پښو لاندې مړه شوي 


اسرائیلي رسنۍ وايي چې څه باندې ۱۰۰ کسان په دغه ټېل ماټېل کې ژوبل شوي

په اسرائیل کې د مذهبي مراسمو په ترڅ کې په ټېل ماټېل کې لسګونه کسان تر پښو لاندې مړه شوي او ژوبل شوي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو دا پېښه «یو ناورین» بللې ده.

د امبولانس د خدمتونو ادارې چارواکي وايي چې دغه ټېل ماټېل کې شاخوا ۱۵۰ تنه ژوبل شوي دي چې لسګونه کسان یې شدید ژوبل دي.

ځينو اسرائیلي رسنیو ویلي دي چې په پېښه کې ۴۰ کسان مړه شوي‌دي. عیني شاهدان وايي‌ په مړو کې ماشومان هم شامل دي.‌

دا پېښه له هغه وروسته وشوه چې لسګونه زره یهودیان د «مرون غره کې د لاګ بعمر» کلني مراسمو ته ولاړل.

دلته د دویمې پېړۍ د یو مذهبي مشر او حکیم خاخام شیمون باریوکای مقبره ده. په دغه مذهبي جشن کې ټوله شپه عبادت، تصوفي سندرې او نڅاوې کیږي او دغه ځای یهودانو لپاره ډېر سپڅلی بلل کیږي.

عیني‌ شاهدان وايي خلک په یوه تنګه او له خلکو ډکه لار کې را اېسار او تر پښو لاندې شول. دا په داسې حال کې ده چې په اسرائیل کې خلکو ته ویل شوي‌ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې ډېر نه سره راټولیږي.

د ماګین ډیویډ اډم د امبولانس خدمتونو اداره وايي‌ چې زخمیان په هلیکوپترونو کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د اسرائیل پوځ‌ وايي چې د ژغورنې او پلټنې ډلې سیمې ته استول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې خلک له ګڼې ګوڼې څخه ځانونه وباسي او تښتي.

د «مرون غر» د یهودانو لپاره یوه سپیڅلی ځای ګڼل کیږي. ویل کیږي‌ چې د کرونا ویروس له خپرېدو راهېسې دا مذهبي مراسم تر ټولو ستر مراسم وو.‌

XS
SM
MD
LG