د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل خپلو وګړو ته سعودي ته د مذهبي او تجارتي سفرونو اجازه ورکړه

اسرائیلو خپلو اتباعو ته ویلي دي چې سعودي ته باید له ۹۰ څخه زیات سفر ونکړي
اسرائیلو خپلو اتباعو ته ویلي دي چې سعودي ته باید له ۹۰ څخه زیات سفر ونکړي

د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ‌ د اړیکو د ښه کېدو په درشل کې د اسرائیل حکومت خپلو اتباعو ته رسمآ اجازه ورکړه چې سعودي‌عربستان ته د تجارت او مذهبي مراسمو لپاره سفرونه وکړي.

دا خبر د یکشنبې په ورځ (جنوري ۲۵) د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اریه دیري د فرمان له لاسلیک وروسته اعلان کړ.

اسرئیل سره له دې چې د مصراو اردن سره رسمي راشه درشه او قراردادونه لري،‌ خو له فلسطینیانو سره یې شخړه د دې لامل شوې ده چې د نورو عربو هېوادونو سره ښې اړیکې ونشي لرلی.

د دغه نوي فرمان له مخې به په اسرائیل کې مېشت مسلمانان هم وکولی شي چې اوس مستقیما سعودي ته د عمري او حج لپاره ولاړ شي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي‌ چې دا اقدام یې د امنیتي‌ او دپلوماتيکو خدمتونو سره په تطابق کې دی.

د اسرائیلو د کورنیو چارو وزارت وايي خپلو وګړو ته به همدغه راز اجازه ورکړي چې د پانګونې، سوداګرۍ او نورو تجارتي‌غونډو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي، خو دا سفر باید تر۹۰ ورځو زیات نه وي.

د اسرائیلو اتباع باید سعودي‌ عربستان ته تر دا ډول سفرونو مخکې د سعودي عربستان د کومې حکومتي‌ اداري څخه رسمي بلنه ترلاسه کړي.

د فرانسې خبري اژانس وايي‌ داسې نه ښکاري چې د سعودي په تګلاره کې دې کوم لوی تغیر راغلی وي،‌ خو په دې وروستیو کې داسې نښې نښانې لیدل شوي چې د خلیج هېوادونه غواړي له اسرائیل سره روابط عادي او ښه کړي.

تر دې مخکې د اسرائیل اتباع دنورو هېوادونو او په ځانګړي ډول د اردن له لارېسعودي‌ عربستان ته تلل، خو اوس به مستقیم سفرونه وکولی شي.

XS
SM
MD
LG