د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا ټول عسکر د افغانستان څخه ووتل


د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا شاوخوا ۵۳ ایټالوي عسکر په افغانستان کې وژل شوي.
د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا شاوخوا ۵۳ ایټالوي عسکر په افغانستان کې وژل شوي.

ایټالیا نن چارشنبه جون ۳۰ (چنګاښ۹) وویل چې ټول عسکر یې د افغانستان څخه ووتل او پدې سره یې شل کلن نظامي ماموریت په دې هیواد کې پای ته ورسید.

کله چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اپریل په میاشت کې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو پریکړه وکړله، دې هیواد هم موافقه وکړه چې په افغانستان کې خپل قوي نظامي ماموریت پای ته رسوي.

د ایټالیا د دفاع وزیر لورینزو ګویرنی وروسته تر دې چې د هرات ولایت نه لسګونه عسکر د ایټالیا د پیسا نړیوال هوایي ډګر ته ورسیدل، په یوې اعلامیې کې وویل، " تیره شپه په افغانستان کې د ایټالیا ماموریت په رسمي توګه پای ته ورسید."

د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د عسکرو تر وتلو وروسته به هم د افغانستان سره د ایټالیا مرستې روانې وي. په اعلامیې کې راغلي چې دا مرستې به د " د پراختیایي همکاریو قوي کول او د افغانستان د جمهوري ادارو ملاتړ" کول وي.

د ایټالیا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د امریکا په متحده ایالاتو باندې د ۲۰۰۱ کال د سپټبر د میاشتې لومړۍ نیټې د برید نه وروسته څه باندې ۵۰ زره ایټالوي عسکرو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې نظامي ماموریت کړی.

په همدې مودې کې ۵۳ ایټالوي عسکر وژل شوي او ۷۲۳ نور ټپي شوي.

د ایټالیا نه وړاندې جرمني هم تیره ورځ اعلان وکړ چې ټول پوځیان یې د افغانستان نه ووتل.

ایټالیا د عسکرو د ایستلو سره جوخت د هغو افغانانو د بولو بهیر هم پیل کړی چې په افغانستان کې یې د دې ځواکونو سره کار کړی. پوځ تر اوسه څه باندې ۲۷۰ افغانان په شرایطو برابر بللي او ویلي یې دي چې د نورو ۴ سوه قضیو په هکله څیړنې کوي.

۸۲ افغانان چې اکثریت یې ژباړونکي دي د خپلو کورنیو سره یو ځای د همدې روانې جون د میاشتې په ۱۴ مې د روم هوایي ډګر ته ورسیدل.

XS
SM
MD
LG