د لاس رسي وړ اتصالات

ایټالیا پوتین ته د یو نژدې معمار میلیونونه ډالر پانګه ضبط کړې- راپور


په ایټالیا کې د روسیې سفارت ودانۍ
په ایټالیا کې د روسیې سفارت ودانۍ

په ایټالیا کې یوې سرچېنې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې حکومت د هغه معمار ۱۴۴ میلیون ډالر ضبط کړي دي چې د روسیې له ولسمشر ویلادمیرپوتین سره نژدې اړیکې لري.

د ایټالیا د مالیې د برخې پولیسو نن چهارشنبه اګست درېیمه (زمري دولسمه) وویل چې د یو «مشهور مسلکي شخص» پانګه یې ضبط کړې ده.

پولیسو دا کس د مالیاتو له اصولو څخه په سرغړونې تورن کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس وايي د ایټالیا له پولیسو سره یې تماس ونیوه چې په دې اړه نور معلومات ورکړي، خو وايي هغوی د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

یوې سرچېنې ویلي دي چې دا پانګه د لانفرانکو سیریلو ده چې په روسیې کې یې په تورې بحیرې کې یې هغه ودانۍ ډیزان کړې ده چې د «پوتین مانۍ» بلل کېږي.

دغه سوداګر ادعا کړې وه چې دا ماڼۍ د پوتین ده، خو پوتین په تېر وخت کې دا خبره رد کړې وه چې ګنې مفشنې ودانۍ لري.
د سیریلو یو وکیل هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

سیریلو تېر کال د ایټالیا له یو تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو چې دا ودانۍ یې ډیزان کړې خو یوې ډلې یې کارونه تنظیمول او هغه له پوتین سره کومه اړیکه نلرله.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین یرغل پیل کړ. امریکا او لویدیځ متحدینو یې په مسکو بندیزونه ولګول چې په کې د هغو خلکو د پانګو او شتمنیو ګنګل کول هم شامل دي چې د روسیې له ولسمشر او حکومتي چارواکو سره اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG