د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو کابل کې د میدان وردګ د جغتو ولسوال وژلی


د جغتو وژل شوی ولسوال راز محمد وزیري
د جغتو وژل شوی ولسوال راز محمد وزیري

د میدان وردګ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د جغتو ولسوال رازمحمد وزیري تېره ورځ په کابل ښار کې د وسله والو طالبانو لخوا ترور شوی دی.

د میدان وردګ ولایت مقام پرون شنبه ناوخته په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاد ولسوال پرون مازدیګر د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

بیان زیاتوي، چې نوموړی د ولسوالانو په لس ورځني ورکشاپ کې د ګډون په هدف کابل ته تللی و.

خو د میدان وردګ ولایت یوې بلې رسمي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل، چې یاد ولسوال د امنیتي ستونزو له امله جغتو ولسوالۍ ته نه تلی او په کابل کې اوسېده.

پر همدې مهال د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یکشنبې په ورځ د اکتوبر پر ۱۳مه «تلې۲۱مه» امریکا غږ سره خبرو کې د یادې پېښې په تائید سره وویل، چې په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

ښاغلي فرامرز بیا زیاته کړه، چې یاد ولسوال د دریمې حوزې اړوند «ګولایي دواخانه» کې درمان روغتون ته نژدې ترور شوی دی.

طالبانو هم د یاد برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG