د لاس رسي وړ اتصالات

د جام څلی د ایسسکو فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل شوی


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان په غور ولايت کې د جام څلی د ایسسکو د اسلامي نړۍ د فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل کړی دی.

د دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې چې نن چهارشنبه ډسمبر ۳۰ (مرغومی ۱۰) خپره شوې راغلي دي چې د اسلامي هېوادنو د تعلیمي، ساینسي او فرهنګي چارو بنسټ یا (ISESCO) دغه اقدام د افغانستان حکومت غوښتنې وروسته عملي شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان یو لرغونی اثر د ایسسکو د فرهنګي میراثونو په لیست کې شاملیږي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دا لاسته راوړنه افغانستان سره مرسته کوي تر څو د افغانستان فرهنګي اثارو ته د نړیوالو پام را جلب شي او فرهنګي ډیپلوماسي پرې ورغوي.

  • جام څلی څه ځانګړنې لري؟

د جام څلی د نړۍ تر ټولو دنګ (۶۵ متره) څلی دی چې د خښتو جوړ شوی دی.

دغه څلی په ۱۱۹۰ زېږدیز کلونو کې (نهه پېړۍ وړاندې) د افغانستان د وخت د امپراطور سلطان غیاث الدین غوري په وخت کې د اوو کلونو په اوږدو کې د سمندر له سطحې ۲۳۰۰متره لوړ، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ شمال لودیځ په ۱۲ کيلومترۍ کې جوړ شوی دی.

جام څلی په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې یونسکو هم په خپلو فرهنکي میراثونو کې ثبت کړی دی.

  • د نړېدو ګواښ

درې کاله مخکې دغه ارزښتناکه څلی د نړېدو ګواښ سره مخ شو. په تېرو ۶۰ کلونو کې یو بیساری سیلاب د دغه څلي تر څنګ وبهېده چې د یاد اثر د نړېدو اندېښنې یې راوپارولې.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې تېر کال یې د دغه څلي شااوخوا ته دېوال راچاپېره کړې تر څو د سیلابونو نه خوندي پاتې شي.

له دې سربېره یونسکو او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جام څلي د خوندي ساتلو په اړه خبرې کړي دي.

د یاد وزارت ویاند صابر مهمند نن په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "یونسکو د څلي یو کارپوه ګومارلی تر څو د څلي د بیارغولو او ساتلو په اړه څېړنې وکړي او له هغه وروسته به اړوند کارونه ترسره شي."

ښاغلي مهمند زیاته کړه چې په نیږدې راتلونکې کې به دغه کارپوه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پلاوي سره د اثر سیمې ته ولاړ او څېړنې به پیل کړي.

د جام منار د ړنگیدو له خطر سره مخامخ تاریخي یادگار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

XS
SM
MD
LG