د لاس رسي وړ اتصالات

له ځمکې سره د جاپان د فضايي بیړۍ اړېکه بیرته ټینګه شوه


له دې وړاندې سپوږمۍ ته د تللو دپاره د جاپان د تیرو دوو ماموریتونو په شمول ګڼ ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.
له دې وړاندې سپوږمۍ ته د تللو دپاره د جاپان د تیرو دوو ماموریتونو په شمول ګڼ ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

د جاپان فضايي ادارې (جاکسا) وايي چې د (SLIM) ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ یې چې تیره میاشت د سپوږمۍ پر سطحه په خوندي توګه کښته شوې وه، وکړای شول چې د سانتي ګراد په کچه د سپوږمې د شپې له منفي ۱۳۰ درجې یخنۍ څخه روغ ووځي او ځمکې ته بیا سیګنال واستوي.

ددغه تحقیقاتي بیړۍ د پروژې مدیر، شین ایچیرو ساکای، له یادې فضایي بیړۍ څخه د سیګنال ترلاسه کول "یو ښه او حیرانونکې" خبر وباله، ویې ویل: "د (SLIM) مخابراتي سیسټم، داخلي کمپیوټر او لمریز پینلونه ټول روغ دي او د جاپان د فضايي ادارې څیړونکي هڅه کوي ددغه فضايي بیړۍ د کامرو پر مټ چې په سپوږمې کې د تیږو د ترکیب د تحلیل او تجزې لپاره ډیزاین شوي دی، نوي عکسونه او تصویرونه واخلي."

د جاپان فضايي ادارې (جاکسا) تر دې مخکې ویلي وو، چې د (SLIM) ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه د خوندي کښته کېدو سره سره، واوښتله او د هغه لمریز پینلونه د لمر مخالف لوري ته برابر شول او همدارنګه له ځمکې سره یې اړیکه پرې شوه، خو څه موده وروسته بیرته‌ په سم او ټاکلي موقعیت کې ځای پرځای شوه.

بلخوا د توکیو په پوهنتون کې د فضايي چارو کارپوه توموکاتسو موروتا، فرانس پرس خبري اژانس ته وویل: "په دغه برخه کې [ د سپوږمۍ په استوا کې] لوڅې ډبرې د سپوږمۍ او ځمکې د اصلیت معلومولو په تحقیقاتو کې خورا مهمې دي." په دې کې تحقیقاتو کې په سپوږمۍ کې د اوبو لټون هم شامل دی، ترڅو په راتلونکي کې مریخ ته د تللو په لاره کې سپوږمۍ د یو تمځای په توګه وکارول شي.

په سپوږمې کې د ورځې له خوا زیاته تودوخه، د جاپان د دغه تحقیقاتي فضايي بیړۍ په ګډون ټولو سپوږمکیو ته ستونزې رامنځته کولای شي‌.

د فضايي محاسبو پر بنسټ، په سپوږمۍ کې دوې اوونۍ ورځ او دوې اوونۍ شپه وي او د شپې له خوا هوا، د سانتي ګراد په کچه منفي ۱۹۰ درجې ته را ښکته کیږي. همدارنګه د ورځې له خوا د تودوخې درجه بیا د سانتي ګراد په کچه تر ۱۲۷درجو پورې رسیږي.‌

اوس مهال د جاپان د (SLIM) تحقیقاتي بیړۍ سربیره، د امریکا اوډیسه فضايي بیړۍ هم د سپوږمۍ پر سطحه يو تحقیقاتي ماموریت مخته وړي.

د اوډیسه په نوم دغه فضايي بیړۍ چې تیره اوونۍ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې کښیناستلې، د امریکا د یو شخصي شرکت "انټوټیو مشینز" له خوا اداره کیږي.

د امریکا د ټکزاس ایالت په هیوسټن کې ددغه شرکت په مرکزي دفتر کې، د سپوږمۍ سطحې ته د فضايي بیړۍ د رسېدو پر وخت، کنټرولوونکي له دې امله اندېښمن وو چې له بیړۍ څخه یې سیګنال نه ترلاسه کاوه.

خو د بیړۍ له کښیناستو ۱۰ دقیقې وروسته سیګنال ترلاسه شو. ددغه ماموریت رئیس ټیم کرین وویل: "موږ پدې غور کوو چې څنګه دغه سیګنال اصلاح کړو. خو دا تصدیق کولی شو چې بیړۍ مو پرته له شکه د سپوږمۍ پر سطحه کښیناستلې ده."

له متحده ایالاتو، پخواني شوروي اتحاد، چین او په دې وروستیو کې له هند څخه وروسته، جاپان د نړۍ پنځم هېواد دی چې فضايي بیړۍ یې توانېدلې د سپوږمۍ پر سطحه باندې کښیني.

له دې وړاندې سپوږمۍ ته د تللو دپاره د جاپان د تیرو دوو ماموریتونو په شمول ګڼ ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG