د لاس رسي وړ اتصالات

د جاپان فضايي بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه کښېناسته


جنوري ۲۰، جاپان د نړۍ پنځم هېواد شو چې فضايي بیړۍ یې په مسئونه توګه د سپوږمۍ پر سطحه کښیناسته (عکس: ارشیف)
جنوري ۲۰، جاپان د نړۍ پنځم هېواد شو چې فضايي بیړۍ یې په مسئونه توګه د سپوږمۍ پر سطحه کښیناسته (عکس: ارشیف)

جاپان د نړۍ پنځم هېواد شو چې فضايي بیړۍ یې توانېدلې د سپوږمۍ پر سطحه باندې کښیني خو ددغه هیواد فضايي ادارې ویلي چې د بیړۍ په لمر چلېدونکې برخه یې انرژي نه تولیدوي.

له متحده ایالاتو، پخواني شوري اتحاد، چین او په دې وروستیو کې هند وروسته جاپان په ځايي وخت د شنبې په ورځ جنوري ۲۰ (مرغومي ۳۰) وتوانید یوه ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ (SLIM) د سپوږمۍ پر سطحه په مسئونه توګه کښینوي.

د جاپان فضايي ادارې (جاکسا) تائید کړه چې بیړې یې "جنوري ۲۰ [د جاپان پر وخت] سهار په ۱۲:۲۰ بجو پر سپوږمۍ کښېناسته او له ځمکې سره یې تماس ټینګ شوی دی... خو شمسي برخه یې بریښنا نه تولیدوي او په بیړۍ کې ځای پر ځای شويو بطریو څخه انرژي ترلاسه کوي."

د جاپان ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ (SLIM) سپوږمۍ ته له تللو وړاندې.
د جاپان ځیرکه تحقیقاتي بیړۍ (SLIM) سپوږمۍ ته له تللو وړاندې.

د فضايي ادارې په بیان کې ویل شوي: "د سپوږمۍ پر سطحه د کښیناستو معلومات د بیړۍ په حافظه کې ثبت شوي او موږ دا مهال کار کوو چې د څېړنو دپاره دغه معلومات ځمکې ته ولېږدوو."

د جاپان دا ماموریت د هغو ماموریتونو برخه ده چې په وروستیو کلونو کې د ځمکې د طبیعي سپوږمکۍ په برخه کې په لاره اچول شوي دي.

د سپوږمۍ د سطحې د څېړنې دپاره د جاپان په دې بیړۍ کې د یوې مڼۍ په اندازه د قوي کامرو لرونکې کوچنی روباټ لیږدول شوې چې د اړتیا سره سم خپل شکل بدلولای شي.

د سپوږمۍ د سطحې د څېړنې دپاره د جاپان په فضايي‌ بیړۍ کې لیږدول شوی کوچنی روباټ (SORA-Q)
د سپوږمۍ د سطحې د څېړنې دپاره د جاپان په فضايي‌ بیړۍ کې لیږدول شوی کوچنی روباټ (SORA-Q)

دغه بیړۍ همدارنګه ددې توان لري چې د سپوږمۍ پر سطحه باندې د مشخص شوي ځای په څو مترۍ کې کښيني. د پخوانیو بیړیو د ناستې دقت دومره نه و، او یوازې یې کولای شول چې د مشخص شوي ځای د څو کیلومترو په حدودو کې د سپوږمۍ پر سطحه کښته شي.

د جاپان دا بیړۍ په داسې حال کې سپوږمۍ ته رسیدلې چې هند د اګست په میاشت کې وکولای شول په لومړي ځل د سپوږمۍ په جنوبي نیمه کره کې خپله بیړۍ کښینوي.

له دې وړاندې سپوږمۍ ته د تللو دپاره د جاپان د تیرو دوو ماموریتونو په شمول ګڼ ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

ټاکل شوې وه د جاپان فضايي بیړۍ د سپوږمۍ پر سطحه په هغې لویې کندې کې کښته شي چې باور کیږي د سپوږمۍ د تل یا داخلي برخه پکې ښکاره ده.

سپوږمۍ ته د جاپان د فضايي بیړۍ د سفر جریان په مستقیمه توګه خبریالانو ته ښودل کیږي.
سپوږمۍ ته د جاپان د فضايي بیړۍ د سفر جریان په مستقیمه توګه خبریالانو ته ښودل کیږي.

سپوږمۍ کې د اوبو لټون

د توکیو په پوهنتون کې د فضايي چارو کارپوه توموکاتسو موروتا، فرانس پرس ته وویل: "په دغه برخه کې لوڅې ډبرې د سپوږمۍ او ځمکې د اصلیت معلومولو په تحقیقاتو کې خورا مهمې دي."

په دې کې تحقیقاتو کې په سپوږمۍ کې د اوبو لټون هم شامل دی، ترڅو په راتلونکي کې مریخ ته د تللو په لاره کې سپوږمۍ د یو تمځای په توګه وکارول شي.

موروتا وویل: "په سپوږمۍ کې د سوداګریزو چارو پیل کېدل د سپوږمۍ په دوو قطبونو کې د اوبو په موجودیت پورې اړه لري."

شاوخوا ۵۰ کاله وړاندې سپوږمۍ ته د انسانانو له ختلو راهیسې مختلفو هېوادونو او خصوصي شرکتونو هڅه کړې ده چې سپوږمۍ ته ځان ورسوي.

په دې هڅو کې روسیه، چین، جنوبي کوریا، متحده عربي امارات او ګڼ نور هېوادونه شامل دي، خو تراوسه زیاتره ماموریتونه له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG