د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا او جاپان عطارد ته سپوږمکۍ واستوله


د بیپي کولمبو فضایي بیړۍ د شنبې په ورځ (اکتوبر ٢١) د عطارد په لور وتوغول شوه
د بیپي کولمبو فضایي بیړۍ د شنبې په ورځ (اکتوبر ٢١) د عطارد په لور وتوغول شوه

د اروپایي ټولنې فضایي ادارې او جاپان په گډه په بریالیتوب د عطارد په لور ماموریت ته چې لمر ته تر ټولو نژدې سیاره ده، فضایي بیړۍ واستوله.

دغه بې مسافره بېړۍ "بیپي کولمبو" نومیږي چې د مقاماتو په وینا په بریالیتوب سره مدار ته رسیدلې او اوه کاله وروسته به خپل اصلي هدف عطارود ته ورسیږي او په پلټنو به پیل وکړي.

د اروپایي ټولنې او د جاپان د فضایي ادارو مقاماتو د "بیپي کولمبو" فضایي ماموریت چې ۱،۵ میلیارد ډالر لگښت پرې شوی د فضایي تاریخ تر ټولو له ازمونه ډک ماموریت بللی دی. د کارپوهانو په اند بیحده گرمي، د لمر سخته جاذبه او سوزنده لمریز, شعاوو د عطارد چاپیریال په "سوځوونکي دوزخ" بدل کړی دی.

د عطارد چاپیریال ته په رسیدو به ددغې فضایي بیړۍ نه دوه څیړنیزې وسیلې جدا او د عطارد په سطحه کې خوشې شي چې یوه یې د اروپایي فضایي ادارې "بیپي" او بله یې د جاپان د فضایي ادارې د "میو" په نامه دي. دا دواړه به په خپلواکه توگه د عطارد په مقناطیسي ساحه کې څیړنې وکړي.

که څه هم چې د عطارد په سطحه کې حرارت د سانتیگراد د ۱۸۰- تا ۴۳۰+ درجو پورې اټکل کیږي دغه دوه څیړنیزې وسیلې داسې جوړې شوې چې ددغې سیارې د حرارت سره ځان عیار کړي او مقاومت وکړي.

له دې دمخه د امریکا د متحده ایالاتو فضایي ادارې ناسا د عطارد مدار ته یوه څیړنیزه وسیله لیږلې وه چې په ٢٠١٥ کې یې څلور کلن ماموریت پای ته ورسید. ناسا د ١٩٧٠ لسیزه په منځنیو کلونو کې هم د مرینر ١٠ په نامه فپایي بیړۍ عطارد ته استولې وه.

عطارد چې لویوالی یې د ځمکې له سپوږمۍ نه یو څه ډیر دی په د اوسپنې یوه لویه کتله لري په اړه یې بشر ډیر لږ معلومات لري. پوهان هیله من دي چې د بیپي کولمبو، ماموریت به د شمسي نظام په هکله نوي معلومات راټول کړي.

XS
SM
MD
LG