د لاس رسي وړ اتصالات

بولټن: طالبان ددې وړ نه دي چې په رسمیت وپیژندل شي


د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن وایي طالبانو خپلې ټولې ژمنې تر پښو لاندې کړي او په وینا یې دا ډله باید په رسمیت ونه پیژندل شي.

ښاغلي بولټن د امریکاغږ سره په مرکه کې وویل: "هغوی له پیل څخه درواغ ویل. زه فکر کوم چې هغوی هیڅکله د یو پراخ بنسټه حکومت د جوړولو نیت نه درلود. فکر کوم هغوی پدې باور وو چې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو په وتلو سره کولای شي بشپړه کنترول ترلاسه کړي...پدې پړاو کې مطلقاً د هیڅ هیواد لپاره هیڅ دلیل نشته چې طالبان د افغانستان د قانوني حکومت په توګه په رسمیت وپیژني، هغوی [طالبان] ددې انعام وړتیا نلري."

د امریکا دغه پخواني مقام هیله څرګنده کړه چې متحده ایالات او نور "ډیر په قراره د هغو کسانو سره خبرې وکړي چې د طالبانو په واسطه د افغانستان د اداره کولو سره موافق ندي". هغه وویل: "مونږ د افغانستان د عادي اوسیدونکو لپاره د ستونزو د رامنځته کولو په لټه کې نه یو. خو هغه څه چې مونږ یې په قطعي توګه نه غواړو ترسره کړو د طالبانو د کنترول غښتلي کول دي."

د ښاغلي بولټن ددغو څرګندونو په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، هغه "یو جګړه غوښتونکی شخص" وګاڼه چې په وینا یې په افغانستان کې د وروستیو دوو لسیزو جګړه "ددغه ډول اشخاصو د نظریاتو او مشورو" ثمره وه.

ښاغلي مجاهد امریکاغږ ته وویل چې د افغانستان په هکله د ښاغلي بولټن قضاوت "سم ندی" او طالبان هغه ردوي. هغه ادعا وکړه چې طالبانو د دوحه موافقه پلې کړې چې څوک د افغانستان له خاورې څخه "امریکا او متحدینو ته یې د زیان رسولو لپاره" ونه کاروي.

خو د دوحې په موافقه کې چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په قطر کې لاسلیک شوه او د هغه په اساس بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووتل، طالبانو د افغانستان د پخواني حکومت سره مذاکراتو او د ټولشموله حکومت جوړیدو، د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی، د القاعده شبکې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو شلول او د تروریزم پر وړاندې مبارزې ژمنه کړې؛ هغه ژمنې چې د لویدیځې نړۍ له نظره تراوسه ندي عملي شوي.

ښاغلي بولټن په خپله مرکه کې د طالبانو څخه د چین د یو ډول ملاتړ په ارتباط وویل چې فکر کوي چین دوه هدفه لري. «یو دا چې ډادمن شي سخت دریځي سینک یانګ ولایت او نورو هغو سیمو ته پراخه نشي چې په کې د ایغوریانو په وړاندې په فرهنګي نسل وژنې او په کلي توګه د مذهب په وړاندې په ټول هیواد کې په [مبارزه] بوخت دي. همداشان هغوی غواړي ډاډمن شي چې د متحده ایالاتو او ناټو وتل به په یوې مهمې ستراتېژیکې مسئلې بدل شي.»

ښاغلي بولټن زیاته کړه، فکر کوي چې جین د طالبانو د حکومت سره ټینګو اړیکو ته لیوال دي، «ځکه دا د چین سره مرسته کوي چې په ټوله منځنۍ اسیا کې د اقتصادي پلوه خپل قدرت نندارې ته وړاندې کړي. نوپدې خاطر زه ډیر اندیښمن یم چې چین به د ملګرو ملتونو د سازمان په څیر ځایونو کې د طالبانو ملاتړ وکړي.»

XS
SM
MD
LG